جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعزیز فضلي: طالبان ښځو ته يوازې د اسلامي ورزش اجازه ورکوي

عزیز فضلي: طالبان ښځو ته يوازې د اسلامي ورزش اجازه ورکوي

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د طالبانو لخوا د افغانستان کرکټ بورډ ته ټاکل شوي رئیس عزیز الله فضلي په یوه تازه مرکه کې د ښځینه ورزشکارانو په اړه د طالبانو دریځونه روښانه کړي.

هغه ټینګار کړي، چې طالبان د ښځو د ورزش خلاف نه دي، خو دا ورزش باید د اسلامي شریعت له اصولو سره سم ترسره شي.

د فضلي په وینا، ښځینه ورزشکارانې د پخوا په شان ورزش کولای شي، خو اجازه نه لري، چې نیمه لوڅ لباسونه نور واغوندي.

هغه دا ډول لباس اغوستل د اسلامي شریعت خلاف ګڼلي او په مخنیوي یې ټینګار کړی دی.

د کرکټ بورډ رئیس له الجزيرې تلويزيون سره په تازه مرکه کې دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې طالبان د ښځو د حقونو له کبله په خاص ډول تر سختو نيوکو لاندې دي.

د دوی منتقدینو ويلي، چې طالبانو اسلام يوازې تر ښځو محدود کړی او د هغوی د حقونو د تروړلو لپاره ترې په پرله پسې ډول افراطي تعبيرونه کوي.

طالبانو له واکمنیدو سره سم، له ښځو د زده کړو، کار او نورو فعاليتونو حقونه اخيستي، چې په دې کار د ښځو د اعتراضیه حرکتونو ترڅنګ له نړيوالو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

د‌ دې ترڅنګ د کرکټ مینه وال طالبان تورنوي، چې د کرکټ د سياسي کولو او خرابولو لپاره نا مسوولانه ګومارنې او اقدامات کوي، خو د کرکټ بورډ رئیس عزيز الله فضلي، چې د طالبانو له نيږدې کسانو ګڼل کېږي، دغه تورونه ردکړي دي.

2 COMMENTS

  1. ګمارنی په هر ساحه کی باید د آی اس آی له ذره بین څخه تیر شی. پاکستان غواړی په هر ساحه ضعیفه، نا پوهه او کم علمه کسان مقرر شی تر څو وکولالی شی خپله برنامه درسته تطبیق کړی.

  2. Indeed a person/people whom never worked for a living and self have no productive working skill at all , that is what
    do when in authority : Telling others what to do in their personal lives such as how to wear their cloths, how to wear and groom their beards and even how to think.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب