جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسراییل په پټه ۱۲۵ افغانان له افغانستانه ایستلي

اسراییل په پټه ۱۲۵ افغانان له افغانستانه ایستلي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۱مه) د اسراییل یوروسلم پوسټ ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې اسراییل د ژورنالیستانو، امنیتي افسرانو، د تلویزیونونو ویندویانو، هنرمندانو، دیپلوماتانو او علمي شخصیتونو په شمول یو شمېر افغانان البانیا ته رسولي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل مرستندویې موسسې (IsraAID) ۱۲۵ افغانان، چې ژوند ته یې په افغانستان کې خطر پېښ و، تېره میاشت البانیا ته لېږدولي دي.

د اسراییل ایډ موسسې په وینا، ټاکل شوې ده چې دا کسان له البانیا څخه کاناډا، فرانسې او سویس ته ولېږدول شي.

اسراییلي موسسه حاضردمه په البانیا کې له ۱۲۵ افغانانو سره مرسته کوي.

البانیا ته ۱۰۰۰ نور افغانان هم رسول شوي دي.

اسراییل ایډ موسسه غواړي چې ۱۶۷ افغانانو ته د لنډ وخت لپاره مرسته ورکړي.

دې ته په پام چې د افغانستان هیڅ حکومت اسراییل په رسمیت نه دی پېژندلی او دوه هیوادونه په خپل منځ کې هیڅ راز اړیکې نه لری، د یوې اسراییلي مرستندویې موسسې له لوري له افغانستانه د افغانانو ایستل او په درېمګړي هیواد کې ځای پر ځای کول، د پام وړ ده.

5 COMMENTS

  1. کور یی آباد چی دومره د افغانانو په فکر کی دی آخر خون پښتنو سره خو یهودیان خون شریکی لری.

  2. آخر هغه چې ويل به چې يهود بد دې له خپلو منافق ګاونډيو هېوادونو نه زر ځلې پې ښه ده،نن ددوی له برکته طالب هم په عربو کې د يهودانو خيرات ته لاس په دعا دي چې دا کار بايد پنچاب ور ته وکړي، خو پنجاب خپل هدف ته بیا ورسیدل نور افغانانو ته د انسان په شکل هم نه ګوري او ليلام ته يې برابر کړل

  3. زبیر خانه اسرائیلو پښتانه ندی ایستلی ، دا شمیره زیاتره یی پنجشیریان او هزاره وروڼه دی، هغوی خو اسرایل سره خونشریکی نلری
    ته فکر کوی دا یی ټول پښتانه ایتسلی دی؟

  4. اصلاً همدا د یهودو ( د لوړی کچی ) مزدوران دی چی یوه ( فتنه ) را ننه باسی او بله را څخه باسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب