Homeخبرونهامریکا له خطر سره د مخامخو افغانانو لپاره استازې معرفي کړه

امریکا له خطر سره د مخامخو افغانانو لپاره استازې معرفي کړه

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د امریکا متحده ایالاتو حکومت له افغانستان څخه د خپلو همکارانو د ویستو لپاره نوې همغږې کوونکې معرفي کړې ده.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوې معرفي شوې همغږي کوونکې الیزابت جونز نومیږي.

نوموړې مخکې هم د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دیپلوماتانو څخه وه.

تر دې مخکې، په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس دغه چارې تنظیمولې.

په کابل کې د طالبانو له واکمنیدو سره، متحده ایالاتو خپل سفارت تړلی دی.

معلومه نه ده، چې الیزابت جونز به د جان بس پرځای د افغانستان ټولې دیپلوماتیکې چارې مخته وړي کنه؟

ویل شوي نه دي، چې د ښاغلي بس دنده پای ته رسیدلې او که یوازې د دندې دا یوه برخه یې الیزابت جونز ته سپارل شوې ده.

راپورونه وايي، چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي پلاوي د روانې اونۍ په مذاکراتو کې هم له افغانستان څخه د خطر څخه مخامخو کسانو د خوندي لېږد په اړه بحث او خبرې شوي.

په دې اړه ډېر جزییات رسنيز شوي نه دي، خو تمه کيږي چې له افغانستان څخه به د نورو خطر سره مخامخو کسانو د لېږد لپاره هڅې روانې وي او ځينې ګامونه به اخيستل کېږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له خلکو یې غوښتي چې افغانستان کې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...