شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستان او ایران پوځي مشرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د پاکستان او ایران پوځي مشرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د ایران د پوځ مشر جنرال محمد باقري په یوه رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام ته تلی او د افغانستان د وضعیت په اړه یې له خپل پاکستاني سیال سره خبرې اترې کړي.

د جنرال باقري او جنرال قمر باجوه د دغو خبرو ډېر جزییات رسنیز شوي نه دي.

پاکستان او ایران دواړه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ملاتړو هېوادونو څخه دي.

دغو هېوادونو دواړو تراوسه د طالبانو رژيم، چې له واکمنیدو يې نیږدې دوه مياشتې کيږي، په رسميت نه دی پېژندلی.

پاکستان او ايران ظاهرا بيا- بيا د نورو ډېرو طالب پلوو هېوادونو په شان له طالبانو غوښتي، چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ځينې شنونکي بيا له طالبانو څخه د پاکستان او ايران ملاتړ مقطعه يي ګڼي او ټينګار کوي، چې که طالبان له لاسته ورغلي فرصت څخه مسوولانه ګټه وانخلي او له افغانانو او نړۍ سره زر تعامل ونه کړي، فرصتونه به زر بایلي او بيا به یې بهرني ملاتړي هم په تش ميدان کې پريږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب