جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر: د طالبانو په رسميت پېژندل لومړیتوب نه دی، کنګل شوې پيسې...

قطر: د طالبانو په رسميت پېژندل لومړیتوب نه دی، کنګل شوې پيسې زر نه ازاديږي

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) په دوحه کې له امریکا او اروپايي ټولنې سره د طالبانو خبرې ناکامې شوې ښکاري.

په دې لړ کې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو لپاره کومه څرګنده لاره نه ښکاري.

د افغانستان بانک د شاوخوا لس ملیارد ډالرو شتمني له هیواده بهر په تېره بیا په متحدو ایالتونو کې کنګل ده.

د قطر د باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، په اوس وخت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د دوی لپاره لومړیتوب نه لري خو له طالبانو سره د نړیوالو تعامل مهم دی.

قطر په وروستیو ورځو کې له لوېدیځو هیوادونو سره د طالبانو د خبرو کوربه و.

د قطر د بهرنيو چارو وزير له خبرو ښکاره شوه، چې طالبانو ته دغه سياسي حيثيت برابروونکی هېواد هم د دوی رژيم په رسميت نه پيژني.

قطر مخکې ويلي و، چې دوی هم اسلامي نظام لري، خو نه يې له ښځو د زده کړو حق اخيستی، نه یې له کار او فعاليت څخه منع کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي، چې دوی د اسلام لپاره ۲۰ کاله جنګ کړی او داسې اسلامي نظام جوړوي، چې په نړۍ کې يې ساری نه وي.

1 COMMENT

  1. هسې طالب بد وکړل خپل جوړ حکومت يي په پنجاب او دې ځناورو او منافق اسلامي هيوادونو په چف او پف نظام سره جنګ وکړ او وې پاشه، که طالب سر او مغز درلودلی او ډاکتر غني سره يې له نيژدې ناسته کړې وای اوس به افغانستان او افغانان په ارامه و، نه به ولس له دې اوسيني حالت سره مخ و نه طالب،دوی دې خبر وي چې په طالب يې خپل هدف پوره که او اوس قرباني ولس ور کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب