جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیونیسف: ۳ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړیږي

یونیسف: ۳ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړیږي

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق(یونیسف) په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې تر درې میلیونه پورې افغان ماشومان سمدستي له سختې خوارځواکۍ کړیږي.

دغه صندوق دغه راز ویلي، چې یو میلیون نور افغان ماشومان له مرګ سره لاس و پنجې نرموي او عاجلې درملنې ته اړتیا لري.

سرچینې له نړیوالو غوښتي، چې ټول افغانستان او په ځانګړي ډول ماشومانو ته یې عاجله پاملرنه وکړي، کنه ستره بشري فاجعه به په دغه هېواد کې رامنځته شي.

مخکې نورو نړيوالو بنسټونو او بشرپاله ادارو هم په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين د لا شدت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه کړې، چې افغانان دې د دغه وضعيت پر وړاندې حمایه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پرله پسې ډول د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د وژونکې لوږې او اقتصادي بحران له امله په بازارونو کې د خلکو لخوا د کورونو د وسایلو او ان ماشومانو د پلورلو خبرونه خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب