جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات په بې ساري ډول کم شوي

پاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات په بې ساري ډول کم شوي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۱) د پاکستان د حکومت رسمي شمېرنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راروسته دې هیواد ته د پاکستان صادرات په بې ساري ډول کم شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپو رله مخې، په اګست میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۶ سلنه ټیټ شول خو په سپټمبر کې ۷۳ سلنه نور ټیټ شول.

پاکستاني صادروونکي د دې علت د افغانستان د حکومت له پرزېدو وروسته په دغه هیواد کې د نامعلوم حالت رامنځته کېدا بولي.

د پاکستان د حکومت رسمي شمېرې، چې ډان ورځپاڼې ترلاسه کړي، ښيي چې په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته ۴۲۱۲ کانتینره مال صادر شوی، حال دا چې د تېر کال په ورته میاشت کې ۱۵ زره ۸۴۶ کانتینره مال صادر شوی و.

د سږ کال په اګست کې، چې په پنځلسمه یې طالبان واک ته ورسېدل، افغانستان ته ۷ زره ۸۶۴ کانتینره مال صادر شوی خو د ۲۰۲۰ م کال په اګست کې ۹ زره ۳۱۲ کانتیره مال صادر شوی وو.

له بلې خوا پاکستان وايي چې په مجموع کې سږ کال له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات ډېر شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د سږ کال په جولای او اګست کې افغانستان پاکستان ته د ۱۸ ملیونه او ۹۶ لکه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، حال دا چې تېر کال یې په همدې دوو میاشتو کې د څه باندې نهه نیم ملیون ډالرو صادرات کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب