جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد داعشي نفوذيانو د تصفيې هڅې، شېخ هیبت الله زابل ته پلاوی...

د داعشي نفوذيانو د تصفيې هڅې، شېخ هیبت الله زابل ته پلاوی لیږلی

تاند:(دوشنبه، د ميزان دولسمه)د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې اميرالمؤمنين يې شيخ هبة الله اخندزاده پرون زابل ته يو شپږ کسیز پلاوی لیږلی.

د باختر آژانس په حواله، یاد شوي پلاوي په دغه ولایت کې د نظامي او ولایتي ادارې له مسوولینو سره لیدلي.

سرچينه زياتوي: د پلاوي غړي شيخ سلطان محمد مسوولينو ته د امير پر اطاعت او پر ولس د شفقت لارښوونه وکړه.

د پلاوي بل غړي مفتي عبدالعلي وویل چې نړۍ له اسلامي امارت سره د اسلامي نظام پر نافدولو ورانه ده، هغه خپلو طالبانو ته په خطاب کې وويل: جهاد او مبارزه به د اسلامي شريعت تر نفاذ پورې جاري وي‌.

ويل شوي، چې د پلاوي مشر شيخ محمد اسماعيل فرقاني د خپل اميرالمؤمنين لارښوونې له مسوولینو سره شریکې کړې.

فرقاني ويلي: اميرالمؤمنين لارښوونه کړې چې ټول مجاهدين بايد د خپلو صفونو تصفيه وکړي، مفسدو او ناوړه اشخاصو ته ځای ور نه کړي، کشران دې نه ملګري کوي، صورت او سيرت دې پر نبوي صورت او سيرت برابر کړي، اطاعت وکړئ او د بيت المال ساتنه وکړئ.

هغه زياته کړه چې طالبان دې د تېرې ادارې هغه نظاميان له ځان سره نه ګرځوي چې لاسونه يې د ملت پر وينو سره وي.

د طالبانو د لیکو د تصفيې خبره په وروستيو کې تر ډېره له زابل ولايت څخه اوریدل کیږي.

ځينې راپورونه څرګندوي، چې د لیکو د تصفيې عمده دليل دا دی، چې طالبان هغلته خپلو ليکو ته د داعش جنګیالیو د ننوتو او یا داعش سره د خپلو جنګیالیو د يو ځای کیدو وېره لري.

څه موده مخکې په یوه راپور کې ويل شوي و، چې د زابل په ولايت کې طالبانو خپل ۴۰ جنګیالي له داعش سره د يو ځای کیدو په تور بنديان کړي دي.

له دې سره، تېره اونۍ کابل نیوز ټلویزیون د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړه کې د ۱۷ طالبانو او ۳ داعشیانو د وژل کيدو خبر ورکړ، خو طالبانو دا خبرونه نه دي تاييد کړي.

1 COMMENT

  1. د تېر حکومت نظامیان چې تاسې طالبان له ځان سره یو ځای نه کړئ او هغوی ته په اردو کې ځای ور نه کړئ نو په لوی لاس به هغوی د داعش لیکو ته ولېږئ. د عراق له تجربې زده کړه وکړئ. ټول جنرالان داعش ته ورغلل.
    همدارنګه تېر حکومت په لومړیو کې طالبانو ته په حکومت کې ځای ور نه کړ نو اوس یې سرنوشت داسې شو. ستاسې د طالبانو سرنوشیت هم همداسې در واخله. البته که مو هوښیاري ونه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب