شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمقاومت جبهې د عيد ګاه جومات د تروريستي پېښې مسووليت ومانه

مقاومت جبهې د عيد ګاه جومات د تروريستي پېښې مسووليت ومانه

تاند:( دوشنبه، د ميزان دولسمه) د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ خلاف جنګيدونکې ډله، چې ځان د افغانستان د ملي مقاومت او ژغورنې ملي جبهه ګڼي، د کابل عید ګاه جومات ته څېرمه د پروني تروريستي چاودنې مسؤولیت ومانه.
يادې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې په دغه چاودنه کې د طالبانو ۵ مهم قومندانان وژل شوي او ۱۳ نور وسله وال يې ټپيان شوي.
د مقاومت جبهې په اعلاميه دا هم ويل شوي، چې دا جبهه د مخکيني حکومت له امنيتي ځواکونو، مجاهدينو، د پوهنتون استادانو او قلموالو لخوا جوړه شوې او ژر به په مرکز او ولايتونو کې خپل تشکيلات هم اعلان کړي.
سره له دې، چې مقاومت جبهې په دغه چاودنه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي، خو خبري رسنيو وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي ګڼلي دي.
دا لومړی ځل دی، چې مقاومت جبهې د طالبانو خلاف په اعلان کړې جګړه کې د یوې ترورویستي پېښې مسووليت منلی دی.
طالبانو په دې پېښه کې د ۲ ملکیانو وژل کيدل او ۴ نورو ټپي کیدل تایید کړي، خو الجزیرې ټلویزیون بيا د وژل شويو شمېر ۱۳ تنه ښودلی.

4 COMMENTS

  1. دیر بد یی کری چی د اسی پیخی دوی پخپل غاره اخلی دوی هم لکه چی ترورستان دی د دوی او ترورستانو ترمنز هیس فرق نشته

  2. د لنډغرو د لاسپوڅو سره باید داسې چلند وشي چې تاریخ یې په یاد ولري. دوی د لاسه وتلي قدرت، غلا، چور او غصب د بیا تر لاسه کولو لپاره دا ډول تروریستي بریدونه کوي. دوی نشي کولای چې قدرت ترلاسه کړي او داسې به وځپل شي چې بیا به سر راپورته نکړي. هر څوک چې د دې هېواد د ملي ګټو سره جفا او خیانت کوي، هفوی دې شرمېدلي وي. مننه

  3. امارت سمدستی باید لاس پکارشی. خپل استخبارات غښتلی کړی. لنډ غری ذهنه کسان تعقیب ده ورانی،ګډوډی ، تخریب قتل اوغارت مخه یی ونسی.لنډغرو چی اوس ده داعیش سره لاس یو کړی دوی به ده داعیش په ملتیا خودکوشی حملی اونورتروریستی بریدونه ترسره کړی. ترڅو طالب کمزوری کړی او دونیاوال بیا ده افغانستان جنګ ته راوبولی او خپل مفصد حکومت تشکیل شمال اوجنوب سره وویشی. خپل خراسان اعلان کړی.

  4. که ددی لعنتی لنډغرې جبهې مخه په کلکه ونه نیول شي افغانستان به له یوې ډيرې لوې بدمرغۍ سره مخ شي
    د احمد مسعود لنډغر به له داعشیانوسره یوځای داوطن په څوبرخو تقسیم کړي
    نوپکار ده چی په کابل کی دغه خلک او کورونه یی ترکلکې څارنې لاندې راوستل شي او خلک دی هم په دې برخه کی مرسته وکړي اوکنه نو دافغانستان جګړه به له څه وخت وورسته په یوې نړیوالې لانجې واوړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب