شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان د طالبانو او تاجيکستان منځګړتوب پيل کړی

عمران خان د طالبانو او تاجيکستان منځګړتوب پيل کړی

تاند:( دوشنبه، د ميزان دولسمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې هېواد يې د طالبانو په واک ته رسولو کې په اساسي نقش لرلو تورن دی، له طالبانو سره د تاجيکستان د حکومت د منځګړتوب هڅې پيل کړي.

په دې لړ کې پرون د پاکستان صدراعظم عمران خان د تاجيکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې کړي او د افغانستان پر وضعیت یې بحث او د نظر تبادله ورسره کړې ده.

ويل شوي، چې دواړو لوريو په افغانستان کې د ثبات د تامینولو لپاره پر ګډو هڅو موافقه کړې ده.

د ایران رسمي خبري اژانس ( ایرنا) په يوه مطلب کې دا خبرې د طالبانو او تاجيکستان د حکومتونو تر منځ د منځګړتوب هڅې ګڼلي دي.

د تاجيکستان او پاکستان مشرانو څو اونۍ مخکې د شانګهای تړون د کلنۍ غونډې په څنګ کې ويلي و، چې په تاجيکستان کې د طالبانو او د هغوی د حکومت د مخالفانو ترمنځ د سولې خبرو منځګړتوب ته چمتو دي.

د دې خبرې په غبرګون کې طالبانو او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې دواړو د خبرو او منځګړتوب غوښتنه رد کړه.

تر هغې وروسته، تاجيکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نه ټول شموله ګڼلو سره د دغه حکومت وسله والو مخالفانو ته عملآ مهم پناه ځای وګرځيد.

طالبانو د تاجيکستان د ولسمشر څرګندونو ته توند غبرګون وښود او پخپلو کورنيو چارو کې يې په مداخلې تورن کړ.

اوس به وليدل شي، چې د دغو کړکېچنو اړيکو د ښه کیدو لپاره د پاکستان هڅې کومه پایله لري کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب