جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو ډاکټر ملالۍ ولي له کوره بیولې

طالبانو ډاکټر ملالۍ ولي له کوره بیولې

تاند:(دوشنبه، د ميزان دولسمه) راپورونه وايي، چې طالبانو تېره شپه په کابل کې د خوست د مشهورې ډاکټرې، رسنيزې او سياسي فعالی ملالۍ ولي پر کور چاپه اچولې او له ځانه سره یې بیولی ده.

يوې سرچينې رسنيو ته وويل، چې ډاکتره ملالۍولي پخوا د خوست ولایت د ایتلافی ځواکونو په بیس (سلیرنو)  کې د طبي ډاکترې په توګه کار کړی و.

سربيره پردې ملالۍ ولي د خوست ملي راډيو تلويزون لومړنۍ ښځينه ویانده وه.

هغه د دې ترڅنګ په خوست ولايت کې د ښځو چارو  او سرې میاستې رياستونو د رئيسې په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

نوموړې ته نيږدې سرچينو ويلي، چې د ملالۍ ولي کور تېره شپه 12 بجې طالبانو د لخوا محاصره او پلټنل شوی دی.

ويل شوي، چې له محاصرې او پلټنې څخه وروسته طالبانو نوموړې له ځانه سره وړې ده.

ويل کيږي، چې ملالۍ ولي له تیرو شلو ورځو راهیسې کابل ته کډه شوې وه او  هلته استوګنه وه.
طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو مشرانو ان د کابل د نیولو په ورځ اعلان وکړ، چې خپل ټول مخالفين يې بښلي او هيچا ته به ستونزې نه جوړوي.

خو د دوی د واکمنۍ په يوه نيمه مياشتې موده کې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د طالبانو لخوا د خپلو يو شمېر مخالفینو د نیول کیدو، شکنجې، بنديانولو او ځينې وخت دوی ته د منسوبو مرموزو وژنو خبرونه خپریږي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد څه موده مخکې د يوه غږيز پيغام له خپرولو سره هغو طالبانو ته د مجازاتو خبرداری ورکړ، چې د عمومي عفوې اعلان شوې پريکړه نقضوي.

له دې سره، تر اوسه په دې تور د کوم طالب جنګيالي د مجازات کيدو خبر نه دی ورکړل شوی.

همدا اوړمه شپه د کابل په ۱۲ ناحيه کې د مخکيني حکومت دوه څارنوالان پخپل کور کې ووژل شو، چې طالبانو يې مسووليت وانخيست، خو د نورو ډېرو داسې پېښو په شان يې د عاملينو د نيول کيدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

2 COMMENTS

  1. دا بی اودسه خلک دی نه د دوی په خبره باور کیدی شی او نه هم په دوی اعتبار کیدی شی دوی همغه وحشی خلک دی چی ول

  2. کوم کارونه چې له امريکا پاتې و، طالب يې اوس کوي او د پنجاب بې لمانځه ځناور د خلکو په ناموس تېرای کوي.
    اوس هغه ها ها افغانان چېرته دي چې غپل به يې چې د افغانانو ناموس ته خطر ده؟؟ په تالار کې به کالي ايستل؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب