جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان دیپلوماتان: دوی اوس د کچلاغ د کمپونو مهاجر یا د اکوړي...

افغان دیپلوماتان: دوی اوس د کچلاغ د کمپونو مهاجر یا د اکوړي مدرسې طالبان نه دي

تاند (دوشنبه/ د میزان ۱۲مه) — یو شمېر افغان دیپلوماتان وایي، له بهرنیانو سره  افغانستان د واکمنو طالبانو چلند د افغانستان او مروجو دیپلوماتیکو نورمونو خلاف او د یوه ملت په توګه د افغانانو سپکاوی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو پخوانی دیپلومات زردشت شمس وایي، «دوی پوه کړئ چې دوی اوس د کچلاغ د کمپونو مهاجر یا د اکوړي مدرسې طالبان نه دي بلکې د دې هېواد واکمن دي، د واکمنو په څېر ناسته ولاړه زده کړئ، ځانونه او دا ملت مه شرموئ،»

ښاغلي شمس طالب چارواکو ته د خپلو سپارښتنو په جریان کې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «که په تشریفاتو نه پوهېږئ، له چا پوښتنه وکړئ.‌د بهرنیو چارو وزارت کې به یو څو باخبره دیپلوماتان لا موجود وي.»‌

دغه پخواني افغان دیپلومات د پاکستان سفیر سره د کابل ښاروالۍ د تېرې ورځې لیدنې ته په پام سره پوښتلي، «د یوه بهرني سفیر په تېره بیا د پاکستاني سفیر سره لیدنه کې د کوم تعامل او اصولو له مخې د دوی دوه ستر بیرغونه اېښودل شويدي؟؟؟»

زردشت شمس له تاند سره په خبرو کې، په اسلام اباد کې د خپل ماموریت پر وخت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي، د سرحدي سیمو په چارو کې د دولت (سیفران) وزیرعبدالقدیر بلوچ او د اسلام اباد ښاروال انصار عزیز سره د خپل او د وخت د افغان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال عکسونو ته په اشارې وویل چې په کتنو کې یا د دواړو هېوادونو بیرغونه او یا یوازې د کوربه هېواد بیرغ او هغه هم د ملاقات په خونه کې د مېز دپاسه اېښودل شوي دي.‌

دغه راز، هغه د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره د افغان سفیر نجیب الله علي خېل، د ماليې پخواني وزیر اسحاق ډار سره د ډاکتر زاخېلوال عکسونه هم یاد کړل چې د بیرغونو توازن څنګه په کې ساتل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان کابل ښاروالۍ ته ځي او هلته ورته د پاکستان له لویو بیرغونو سره داسې تشریفات نیول کیږي لکه په کوم نړۍ وال کانفرانس یا فورم کې چې ګډون کوي.

په جرمني کې مېشت یوه افغان دیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، له تاند سره په خبرو کې د طالب واکمنو دا بې غوري سیاسي ناپوهي وبلله او ویې ویل چې یو بهرنی سفیر داسې ادارو ته یوازې هغه وخت ځي چې د خپل هېواد د اړوند هیئت ملتیا کوي، لاکن داسې تشریفات ورته نیول خپلو خلکو پورې خندا ده.

هغه وویل، ستونزه دا ده چې پاکستانی سفیر اوس یوازې سفیر نه بلکې وایسرای او هرکاره دی، هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي او ورته ویل کیږي چې ویې کړي.

ویل کیږي چې د طالبانو په تېره دوره کې د نصرالله ستانکزي په شمول د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو یو شمېر استادانو او پخوانیو دیپلوماتانو د طالب چارواکو لپاره د افغانستان د دیپلوماتیک چلند روزنې ورکړې وې خو د طالبانو له خوا د تېرو شلو کالونو په ترڅ‌ کې د قتل او قتال زور دومره ډېر وو چې په راتګ یې بې شمېره پوهان مجبور شول چې وطن پرېږدي.

1 COMMENT

  1. دا د غرب او شرق خبره نه ده، هر هېواد هغه که شرقي وي که غربي که اسلامي وي که غیر اسلامي خپل اصول او دیپلوماتیک نورمونه لري، خپل وقار لري،‌ خپل عزت او عظمت لري. هر هېواد خپل نوم، نښان، ویاړ، ملي سرود،‌ ملي بیرغ، ملي کرنسي، ملي ارزښتونه، مډالونه… لري. ستاسو په تشو کنځلو وطن نه جوړېږي، افغانستان کوم جومات یا مدرسه نه ده چې تاسو یې چې هر څنګه مو خوښه وي هغسې وچلوئ، د افغانستان تاریخ ولولئ، حماسي تاریخ، دیپلوماتیک تاریخ، له نړۍ او نړۍ وال کلي سره د ارتباطاتو تاریخ…‌وګورئ او د هغو ارزښتونو په اساس له نړۍ سره تعامل وکړئ. افغانان مه شرموئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب