جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+دنده او وړتیا / عتیق الله حمیدي

دنده او وړتیا / عتیق الله حمیدي

     د سترېس یو لامل د خپلې خوښې دنده نه درلودل دي. هر کار سره چې انسان مینه ولري، د هغه په کولو کې هېڅکله د ستړیا او ناراحتۍ احساس نه کوي. زموږ په ټولنه کې څوک دا خبره په پام کې نه نیسي. یو کس کېدای شي په یوه برخه کې ډېر استعداد ولري؛ خو د يو څه ستونزو له وجې بله برخه یا په بل مسلک کې کار کوي. همدا وجه ده چې تل ناراحته وي او په هغه برخه کې لا پرمختګ هم نه شي کولی. ښايي ښې ډېرې پیسې به هم ګټي، ښه لوکس موټر کې به دندې ته ځي؛ خو ذهني او قلبي سکون به نه لري.
زیاتره کسان یو بل ته مشوره ورکوي چې ته دې برخه کې کار وکړه یا دې رشته کې درس ووایه؛ په دې کې پیسې زیاتې دي، یا ګټه او شهرت وغیره پکې زیات دي. د دغو مشاورینو ټول فوکس پر مسلک وي، چې دا سم کار نه دی. یوه کس ته تر مشورې ورکولو مخکې مسلک ته نه، بلکې د دغه کس وړتیا، ذوق او استعداد ته باید وکتل شي چې دا کس په کومه برخه کې ډېر راحته دی او کوم کار سره ډېره مینه لري. مثلا که څوک درنه مشوره وغواړي چې زما لپاره کوم مسلک ښه دی یا په کومه برخه کې کار وکړم؟ تاسو باید اول ورنه پوښتنه وکړئ چې له څه شي سره ډېره علاقه لرې؟ د خوښې کار او مسلک دې څه شی دی؟ هغه کوم کار دی چې د کولو پر وخت یې ته ډېر راحته یې او هېڅ په وخت نه پوهېږې؟ نو کله چې تاسو پر شخص فوکس (person centered) وکړئ او بیا مشوره ورکړئ؛ نو مشوره به مو ناکامه نه وي.

ځینې کسان د نورو مسلک ته په کتلو خپل مسلک غوره کوي او فکر کوي چې فلانی په دې برخه ډېر بریالی دی، نو زه به هم بریالی اووسم. دا هم یو ناسم اپروچ/فکر دی. فلانی چې په دې برخه کې بریالی دی، لامل یې دا دی چې هغه د خپل ذوق او علاقې سره سم ځان ته دا برخه غوره کړې ده. ستا ذوق، علاقه، استعداد او وړتیا تر هغه توپير لري؛ نو اړینه نه ده چې ته دې هم په هغه برخه کې یو بریالی کس ثابت شې. یوه مقوله ده وایي:

“A fish Can’t Fly, a bird Can’t swim. Know your own ability.”
الوتونکي لامبو نه شي وهلی او ماهي الوتلی نه شي؛ نو خپله وړتیا او صلاحیت مو وپېژنئ.

    د ماهي کار لامبو وهل دي او د الوتونکي کار الوتل دي؛ که ماهی داسې فکر و کړي چې الوتونکي څومره مزو کې دي، ټوله ورځ په هوا ګرځي… اوس که ماهی هرڅومره تمرین وکړي، هرڅومره ښه پوهنتون کې زده کړې وکړي؛ نو آیا په دې به بریالی شي چې والوځي!؟ هېڅکله نه؛ ځکه چې ماهی د لامبو لپاره پيدا دی، نه د الوتلو لپاره. تاسو هم که د بل پر ليدلو داسې احساس کوئ چې زه به هم په دې مسلک کې بریالي اووسم؛ نو اول مو خپل ځان او ذوق وتلئ. زه نه وایم چې تاسو به د هغه کس په څېر بریا ترلاسه نه کړئ؛ خو کېدای شي ستا ذوق و علاقه بل څه وي او د وخت په تېرېدو هلته ځان ناراحته احساس کړئ.

انسان ډېر پېچلی مخلوق دی، د هر انسان وړتیا او استعداد تر نورو توپير لري. کومه برخه کې چې تاسو وړتیا لرئ، شاید دومره پکې وځلېږئ چې نور کسان درته ګوته په غاښ شي؛ نو خپله وړتیا او علاقه وپېژنئ. که مو له خپل ذوق پرته دنده واخیسته، شاید تر ډېره به پکې بریالي هم وئ؛ خو د دندې پر وخت به هرځل ساعت ته ګورئ، ناراحته به یئ، یو ډول د ستړیا احساس به کوئ او بله خبره دا چې تاسو به په دې برخه کې هېڅکله تر هغو کسانو بریالي نه شئ چې دا دنده یې په ذوق برابره وي. د کنفیوشس مطابق:
“Choose a job you love, and you will never have work a day in your life.”
که مو د خپلې خوښې دنده واخیسته، نو هېڅکله به فکر ونه کړئ چې تاسو کار کوئ. ځکه چې تاسو ته به هغه دنده، دنده نه؛ بلکې یوه تقریح ښکاري.

هر کس تاسو ته د خپل ذوق له مخې مشوره درکوي. چا ته چې یو کار ستونزمن ښکاره شي، فکر کوي چې د هرچا لپاره به ستونزمن وي. هغوی د خپل علم او تجربې له مخې مشوره درکوي؛ خو کېدای شي هغه کار د هغه لپاره ستونزمن او ستاسو لپاره اسانه وي؛ ځکه چې د انسان وړتیاوې او ذوقونه له یو بل سره توپير لری.

زه به درته خپله کیسه وکړم؛ یوه ورځ مې خپل ملګري ته د یوه کورس نوم واخیست چې هلته لس میاشتنی انګلسي پروګرام شروع کوم. دی هم په هماغه کورس کې و او درې میاشتې درس یې هم لوستی و. ده راته وویل چې نااا دا کورس مه شروع کوه، ډېر سخت دی، استادان یې پښتو نه وایي، هرڅه درته په انګلسي تدریسوي او دا ته نه شې ویلی. سره له دې هم ما په هغه کورس کې داخله وکړه. زما له ملګري څخه دا کورس په پينځمه میاشت کې پاتې شو؛ خو ما لس میاشتې پوره ولوست او اسناد مې واخیستل. زما ملګری ملامت نه و؛ ځکه چې هغه خپلې ذهنی وړتیا او ذوق ته په کتلو ماته مشوره راکړې وه.

تاسو به هم په ژوند کې داسې ډېرو کسانو سره مخ شئ چې وایي به ته دا کار نه شې کولی، هاغه فلاني چې و نه شو کولای؛ نو ته خو یې بېخي نه شي کولی… تاسو د هغوی په نیت شک مه کوئ چې ګواکې هغوی به قصدا دا خبرې کوي او یا به ستاسو بریا نه شي زغملی، بلکې هغوی له خپل ذوق، وړتیا، مشاهدې او تجربې له مخې مشوره درکوي؛ خو تاسو تل دا خبره په یاد لرئ چې اړینه نه ده چې هغه یې نه شي کولی، نو تاسو به یې هم نه شئ کولی. ځکه چې د هر انسان وړتیاوې او استعدادونه توپير لري.

     که موخه مو یوازې د ژوند کول وي؛ نو هر کار او دنده چې مو پيدا کوله، کوئ یې؛ خو که موخه مو ښه او بهترین ژوند کول وي؛ نو بیا د خپل ذوق او علاقې له مخې دنده وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب