جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهخادم د محب او باجوه تازه ليدنه رد کړه

خادم د محب او باجوه تازه ليدنه رد کړه

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت شورا يوه مقام له حمد الله محب سره د پاکستاني پوځ د مشر قمر باجوه د لیدنې ادعا رد کړې ده.

د دغې لیدنې ادعا پرون د ملي امنيت شورا دفتر د تحليل او ارزونې پخواني رئيس تميم رهياب کړې وه.

رهياب پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي و، چې دغه لیدنه په متحده عربي اماراتو کې شوې او پاکستاني لوري له حمدالله محب څخه د جمهوري نظام په سقوط کې د هغه د پټې همکارۍ له کبله مننه کړې ده.

رهیاب دا تور هم لګولی، چې محب ته پاکستان د دغې همکارۍ په بدل کې د جوړيدونکي عبوري حکومت د مشرۍ وعده ورکړې وه.

د ملي امنيت شورا د دفتر د سولې د چارو رئيس سید انتظار خادم بيا پر خپل ټویټر دغه خبر رد کړی او بې بنسټه یې ګڼلی.

په ټولنیزو رسنیو کې دا موضوع ډېره بحث شوې او د محب په مخالفت او ملاتړ ګڼې څرګندونې شوي.

حمدالله محب د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني له تر ټولو نيږدې کسانو څخه و، چې د جمهوري نظام د سقوط په ورځ له هغه سره يو ځای له افغانستان څخه ووت او اوس په متحده عربي اماراتو کې دی.

هغه د جمهوري نظام په وروستيو ورځو کې په دې تورن و، چې د يوې پټې او مرموزې معاملې له مخې یې افغان ځواکونه له مقاومت پرته طالبانو ته د سیمو پریښودو ته مجبورول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی