جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهسرچينې: طالبانو د غزني یو مخکينی امنيتي مقام وژلی

سرچينې: طالبانو د غزني یو مخکينی امنيتي مقام وژلی

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) خبري سرچینې وايي، چې طالبانو د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې مخکينی آمر وژلی.

دا وژل شوی امنيتي مقام محمد هاشم غلجی نومیده او د تېر نسکور شوي جمهوي نظام د واکمنۍ پر وخت د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمر و.

ويل شوي، چې نوموړي د غزني ښار سقوط پورې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه.

هاشم غلجی نيږدې ۵۰ ورځې مخکې طالبانو نيولی او ورسره بندي کړی و.

د هغه کورنۍ له طالبانو غوښتي وو، چې د عمومي بښنې ترسره کړي اعلان ته ژمن پاتې شي او هاشم غلجی خوشې کړي، خو نن په ځينو رسنيو کې د نوموړي د وژل شوي جسد عکسونه خپاره شوي دي.

له یو شمېر نورو ولايتونو څخه هم د مخکينيو طالب ضدو څېرو د ورته وژنو خبرونه ورکول کېږي.

طالبانو نه دي ويلي، چې ولې یې د ژمنو خلاف دغه ډول وژنو ته زور ورکړی؟

1 COMMENT

  1. د طالبانو د عفوی او بښنی دعوی دروغ او د خلکو او نړیوالو په سترګوًکی خاوری اچول دی.
    دالمړی څل نه دی چی تالبان پداډول جنایتونو کی لاس لری او د پخوانی نظام مامورین بندیانوی او بیا يی وژنی
    افغانان باید ددا ډول منافیقینو په خوله اوًخبرو باور ونه کړی او دخپل امنیت د خوندیتوب لپاره باید جدی ګامونه پورته کړی
    دا یو وحشی د ځناورو ډله ده چی د پردو مزدوران دی او د افغانانو په وینو نه مړیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب