جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د هېواد تجزیه څومره عملي ده؟| دولت وزیري

د هېواد تجزیه څومره عملي ده؟| دولت وزیري

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر، بسم الله خان محمدي په وروستیو ورځو کې ویلي، که د افغانستان لانجه د دوی په هڅو حل نه شوه، یوازنۍ حل لار به د افغانستان تجزیه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ولادمیر پوتین په وروستیو ورځو کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له تجزیې سره علاقه نه لري او ټول اړخونه باید پر سیاسي حل لارو غور وکړي.

دا بحثونه داسې وخت تاوده شوي، چې وسلوالو طالبانو د اګست له ۱۵مې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې او دې ډلې ویلي چې په دې ډول یې د افغانستان د پاشل کېدو مخه هم نیولې ده.

په دې وروستیو وختونو کې بیا هم ځینې کړۍ د هیواد د تجزيې ډنډورې غږوي. دغه کړۍ بی له دې چې د هېواد د تجزيې د زيانونو او د دوی په ذهن د ګټو په هکله هېوادوالو ته څرګنده او روښانه توضیحات ورکړي، بلکې دوی د خپلو پوچو، عقدوي او ناپاکو ګټو په سبب د هېواد د تجزيې لپاره مټې را بډ وهلې دي.

زیات وخت دوی په خپله دعوه کې هم صادق نه وي، ځکه کله چې د دوی سیاسي ګټې په خطر کې شي، بیا د تجزیې موضوع هم د ځان په ګټه نه بولي.

سمه ده چې په افغانستان کې مختلف قومونه اوسېږي، خو دوی ټول د يوې ګډې ونې تاند ښاخونه دي. د يوه ښاخ په غوڅولو سره ټوله ونه بدرنګه کېږي. بله دا چې د افغانستان قومونه د داسې يوې غښتلې ونې ښاخونه دي، چې پېړۍ- پېړۍ يې د زمانې ناخوالو، بادونو او توپانونو سره په ګډه ډغرې وهلي دي.

سیاسي نظامونه به بدلېږي او رابدلېږي، بېلابېلې ډلې-ټپلې به واک ته رسېږي، خو هغوی ته قومي رنګ ورکول انصاف نه دی، نه دغه سیاسي ډلې د ټولو ټبرونو استازیتوب کوي او نه هم ټول ټبرونه د دوی ملاتړي دي.

ډول- ډول سیاسي کړکېچونو او ناخوالو به د ونې پاڼې رژولې وي، خو هېڅ داسې ځواک نه دی  زېږېدلی چې د ونې تنه يې له خپل ځایه بېځایه کړي وي.

که د هېواد د تجزې پر ګټو لږ تم شو، هغه به یوازې دا وي چې، څو له عقدو ډکو او پر پردیو. پلورل شویو کسانو ته به د دې شرایط را منځته کړي چې د پردیو ګټې په ښه توګه تامین او دوی په کې له افغان ملت سره د دښمنۍ ډکې عقدې سړې کړي.

د تجزيې د زيانونو په هکله فکر کوم عیان ته به د بيان اړتیا نه وي، ځکه چې د تجزيې پایله بې له وژلو، وينو تویولو، بې ځایه کېدلو، د نفرتونو او دښمنیو زیږولو بل څه نه شي کېدلای.

په تجزیه کې د یوه قوم ګټه هم نه شته، ځکه په افغانستان د جغرافیې له مخې قومونه په بېلابېلو موقعیتونو کې پراته دي، که هېواد تجزیه کېږي یا به دغه قومي ډلې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کېږي، یا به د ګټو پر سر د اوږدو کلونو لپاره لانجې ګالي.

په ۱۹۴۷ م کال د هندوستان د تجزيې په هکله که چېرې د تاریخونو پاڼې واړول شي، هېڅ د ښه او روغ ضمير کس به د یوه واحد ملت تجزيې ته زړه ښه نه کړي.

د هند د تجزيې ۷۴ کاله وروسته اوس هم د سیمې اوسېدونکي د اور په بټیو کې ژوند کوي. له بنګلدیش څخه يې را پیل کړه بیا د کشمیر، پښتونخوا، بلوچستان او سند پورې ټولو تر اوسه د خپلواک او ښه ژوند مخه نه ده ليدلې.

د نګرنو قره باغ پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د لانجې هغه ټکی دی، چې له کلونو راهیسې یې د دواړو هېوادونو اقتصاد هم زیانمن کړی دی. دغه بېلتونپاله سیمه کې چې په نړیواله سطحه د اذربایجان د خاورې برخه ګڼل کېږي، خو ارمنستان یې د مالکیت دعوه لري. دواړو هېوادونو لومړی وار په ۱۹۹۴م کال کې ورباندې جګړه وکړه، خو وروسته د سولې څو- څو موافقې وشوې، چې عملي نه شوې.

له افغان ملت سره د ټولو ستونزو یو واحد او نه بېلېدونکی ملت دی. دوی ټول وخت د دښمنانو شومې دسیسې شنډې کړي او خپل یوالی يې ساتلی دی.

 په دې ورځو کې د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان چې نيمه پېړۍ د تاجکستان پر بېوزلو خلکو نازل شوی دی او په خپل هېواد کې یې قومي اقلیتونه د ده له استبداد کړکېږي، د افغانستان په هکله بې مسوولیته او بېځایه څرګندوني کوي.

د ده په خپل قول همدغه افغانان وو، چې د تاجکستان د کشالې په هکله يې له دوی سره مرسته وکړه او په اصل کې د ده واک ته يې زمينه برابره کړه. هیله دا ده چې د یوه واحد افغانستان لپاره به د ده هڅې نه يوازې د افغانستان په ګټه وي بلکې دوه ورونو هېوادونو کې به د لا ټينګې ورورۍ مزي کلک کړي.

د دوو، درېیو تنو د خراسان ډنډورې پر ټولو افغانانو بدې لګيږي، په افغانستان کې د خراسان په نامه تجارت ښه نه چلېږي، د خراسان پر ځای د واحد افغانستان په نامه د مبارزې له پاره ښه شرایط برابر دي.

د يوه واحد افغانستان په هیله

2 COMMENTS

  1. ډېره ښکلې لیکنه ده او د افغانستان د تجزیې سره روسیه ځکه علاقه نه لري چې روسان پوهېږي که چېرې د تجزیې په پایله کې د افغانستان شمالي سیمې د پښتنو د کنټرول څخه ووځي او د تاجکو حکومت پکې جوړ شي، لرې نه ده دا هېواد پلورونکي او د امپریالیزم ګوډاګیان به دې سیمې ته امریکایان راولي او د پوځي اډو د جوړولو لپاره به اجازه ورکړي. چینایان هم ورته نظر لري او د افغانستان د تجزیې پلوي نه دي. دواړه هېوادونه، روس او چین ګډ دښمن لري چې هغه امریکا ده. مننه

  2. محمد خان ستاسو شننه دوزیرۍ له شننی هم واضحه ده
    الله پاک دافغانستان دخاوری دښمنان هلاک کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب