جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستاني طالبانو عمران خان سره د خبرو ادعا رد کړه

پاکستاني طالبانو عمران خان سره د خبرو ادعا رد کړه

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) د پاکستان تحریک طالبان د دغه هېواد د صدراعظم عمران خان هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې حکومت له دې وسله والې ډلې سره په خبرو دی چې اوربند وکړي.

عمران خان دغه ادعا د د ترکیې له ټي ار ټي نړیوالې څانګې سره تېره ورځ د يوې مرکې پر مهال وکړه.

نوموړي وویل چې د طالبانو له ډلو سره په خبرو دی او دا د پخلاینې پروسه ده.

تحریک طالبان پاکستان د ښاغلي خان له دغې ادعا سمدستي وروسته په يوه اعلاميه کې وویل چې دوی متحد دي اواختلاف پکې نه شته.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی دی چې بریدونو ته ادامه ورکړي.

بل لور ته د پاکستاني طالبانو یوې ډلې پرون له خپلو وسله والو وغوښتل چې د اکتوبر تر شلمې پورې اوربند وکړي.

د حفظ ګل بهادر ډلې له خپلو وسله والو غوښتې دي چې دا شل ورځنی اوربند رعایت کړي.

پاکستاني صدراعظم دا ادعا هم کړې، چې له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو منځګړتوب يې د افغانستان طالبان کوي.

د افغانستان طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. اوس نو بیخي روښانه شو چی طالبانو ته د خپل خلکو او هیواد له مفاداتو نه د پنجاب مفادات ډیر ارزښت لري زه طالب چارواکو نه څو پوښتنی لرم :

    ۱ـ پداسی حالت کی چی زموږ خلک یوی مړی ډوډی پخاطر خپل معصوم کوچنیان خرڅوي او تاسو د هغوی حق حلال تنخوا نشۍ برابر کړی دې ستونزی ته د عاجل حل لاره میندل اړینه ده یا د پنجاب او پاکستانی طالبانو منځ کی منځګړتوب؟؟؟
    ۲ـ تاسو ته د خپل هیواد امنیت اړینه ده یا د پاکستان امنیت بهتره نه و چی. خپل انرژی او وخت مو د هیواد په دننه ستونزی لکه پنجشیر ننګرهار او نور امنیتی پیښو باندی لګولی وای ؟؟؟

    ۳- تر اوسه د نړی له کم او زیاد ۱۹۰ هیوادو نه حتی یو هیواد هم تاسی په رسمیت نده پیژندلی دا په تاریخ کې لمړی ځل دی چی یو ډله پس له یوی نیمی میاشتی واک حتی د نړی یو هیواد د قطر او پاکستان په شمول حاضر ندي ستاسو اداره په رسمیت وپیژنی دې ستونزی ته د حل لاره پیدا کول اړینه ده یا د پاکستانی طالبانو او پنجاب تر منځ منځګړیتوب؟؟؟

    ۴ـ که ستاسو په نظر اسلامی امارت په اسلامی هیوادو کی ډیر ښه نظام ده نو ولی بیا تاسو نه غواړئ زموږ د ګاونډي هیواد خلک هم لدی نعمت نه برخمن شي یو مسلمان خو څه چی خپل خلکو ته غواړي هغه دې باید خپل بل مسلمان ورور ته هم وغواړی؟؟؟

    داسی نوری پوښتنی هم شته خو دم ګړی به له نورو پوښتنو تیر شو او هیله طالب صاحبان او یا د هغوي خواخوږي پورتني پوښتنو ته ځواب ورکړي. درنښت

  2. زیړګل ورور جانه ستا پوښتنی ډیری په ځای او معقولی دی
    خو لوی مشکل دادی چی کاش تالبان معقول خلک وی او د افغانستان او افغانانو په درد درد من وی
    بلکه ددوۍ ټول سیاست او د ژوند ارمانونه د پاکستان د رنډیتوب په نطام را څرخی او دوۍ ورته د وفادارو غلامانو په څیر هر وخت د افغانانو او افغانستان د سر په بدل خپله وفاداری ثابتوی.

    که چرته تالب ته د پاکستان د رنډیتوب نظام دومره محترم او دوۍ ورته دومره وفادار چی زوی به پلارته هم نه وی نو بیا دی مهربانی وکړی او دلته په افغانستان کی دی هم د پاکستان نظام نافذ کړی او خپل باکستانی باداران دی د افغانستان لیډران وټاکی او دوۍ دی ورته د ایماندارو نوکرانو په څیر کار وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب