جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهترکيې د ټول ګډونه حکومت په شرط طالبانو سره مرستې پیل کړي

ترکيې د ټول ګډونه حکومت په شرط طالبانو سره مرستې پیل کړي

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وياند ويلي، چې د افغانستان په اړه يې له امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو پيلولو تر څنګ افغانستان کې داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته د مرستې بندوبست کړی دی.

سرچينې له امریکا متحده ایالاتو سره د پیل کړو خبړو په اړه څه نه دي ويلي.

داخلي بې ځايه شويو سره د مرستو په اړه ويل شوي، چې د ۱۶ زرو تنو لپاره ترکیې د یوې مياشتې غذايي مرستو تياري نيولی.

د ترکي چارواکو په خبره، ياده مرسته به د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

له دې سره د ترکیې د ولسمشر وياند له قطر سره د کابل نړيوال هوايي ډګر د زر فعالولو لپاره د همکارۍ خبر هم ورکړی.

نوموړي په دې اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي.

د ولسمشر اردوغان وياند په تازه څرګندونو کې بيا ټينګار کړی، چې افغانستان کې بايد ټول ګډونه حکومت رامنځته شي.

طالبانو د دې موضوعاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د ترکيې سفير څو ورځې مخکې په کابل کې د طالب چارواکو له ځينو مشرانو سره ولیدل او د ترينګلو شويو اړيکو بيرته ښه کیدو ته ممکن موافقه شوې وي.

طالبانو څو ورځې مخکې د ټول ګډونه حکومت جوړيدو ته د ترکي ولسمشر د همکارۍ او مرستې ژمنه رد کړې او ويلي و، چې دوی بې قید و شرطه مرستې مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب