جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهتحريک طالبان د خبرو پر ځای ۵ پاکستاني سرتیري ووژل

تحريک طالبان د خبرو پر ځای ۵ پاکستاني سرتیري ووژل

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) په داسې حال کې، چې صدراعظم عمران خان له تحريک طالبان سره د سولې خبرو په تمه دی، خو ياد شوي تحريک نن د خیبر پښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې۵ پاکستاني سرتیري وژلي.

خبري سرچینې وايي، د تحریک طالبان په دغه وسله وال برید کې د اېف سي څلور سرتېري او یو پولیس وژل شوي دي.

د امنيتي سرچينو په حواله، دا پېښه د اکتوبر پر دویمه د سپین وام تحصیل په لرې پرته سیمه سلپازۍ کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي چې وسله والو په امنیتي سرتېرو هغه مهال برید وکړ چې دوی سیمې ته د لټون عملیاتو لپاره روان ول.

د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني د دغه برید مسؤولیت منلی او ویلي، چې په برید کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له ترکي تلویزون ټي ار ټي سره په یوه مرکه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره خبرې خبرې روانې دي او دوی به ورسره اوربند وکړي.

عمران خان دا هم ویلي وو، که وسله وال خپلې وسلې کېږدي بښنه به ورته وکړي.

 د عمران خان له دغو څرګندونو وروسته، تحریک طالبان پاکستان په يوه اعلاميه کې وويل چې یاده ډله يو موټې ده او په ليکو کې یې هېڅ قسمه تقسيم یا اختلاف نشته.

د یادې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د هغوی د مشرتابه لخوا له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.

نوموړي په دغه اعلاميه کې پر خپلو جنګیالیو هم غږ کړی چې خپلو بریدونو ته دې دوام ورکړي.

خو د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې پورې ډزبندي ده نو پر پاکستاني ځواکونو دې له بریدونو کولو څخه ډډه وکړي.

 ځايي سرچینو ویلي، چې د حقاني شبکې یو مخکښ او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزیر سراج حقاني د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې او پاکستاني حکومت تر منځ د ډزبندۍ په اړه مذاکرات کړي دي

افغان طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب