جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجوزجان کې پر واده چاودنه او جلال اباد کې پر طالبانو برید...

جوزجان کې پر واده چاودنه او جلال اباد کې پر طالبانو برید شوی

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) له افغانستان څخه په دوه تازه خبرونو کې ويل شوي، چې په جوزجان ولايت کې پر يوه واده چاودنه او جلال اباد ښار کې پر طالبانو وسله وال برید شوی دی.

خبري سرچينو ليکلي، چې د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د واده په يوه تالار کې نن ناوخته چاودنه شوې، چې د واده ناوې او یو شمېر نور کسان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د‌ دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د يوه بل خبر له مخې: نن ماښام د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ناڅرګندو وسله والو د ۴ طالبانو تر څنګ پر یوه ماشوم ډزې کړي او وژلي يې دي.

پيک خبري اژانس، چې دغه خبر يې خپور کړی، په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

جوزجان او ننګرهار دواړه هغه ولایتونه دي، چې د داعش ډلې د فعالیتونو خبر پکې ورکړل شوی.

د ننګرهار له مرکز جلال اباد ښار څخه خو نيږدې هره ورځ د طالبانو پر ضد د داعش د بریدونو او نورو امنيتي پېښو خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو خبري سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب