جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د امریکا خبرداری؛ ټولو ترهګرو سره يو ډول چلند وکړئ

پاکستان ته د امریکا خبرداری؛ ټولو ترهګرو سره يو ډول چلند وکړئ

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) د امريکا متحده ايالاتو يوې لوړپوړې ديپلوماتې پاکستان ته د ترهګرو ډلو پر وړاندې د يو ډول چلند په اړه خبرداری ورکړ.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت لومړۍ مرستیالې وندي شرمن دا خبرداری پاکستان ته د راتلونکې اونۍ د سفر په درشل کې ورکړی.

مېرمن شرمن اوس په سويس کې ده او له هغه ځايه يې پاکستان ته د خپل هېواد واضح پيغام بيان کړی.

دغې لوړپوړې ديپلوماتې ټينګار وکړ، چې پاکستان دې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې يو ډول چلند او په دې حصه کې له متحده ايالاتو سره همکاري وکړي.

نوموړې له ټینګار سره ويلي، چې په دې برخه کې باید هیڅ ډول استثنا موجوده نه وي.

معلومه نه ده، چې له دې څرګندونو څخه په مشخصه توګه د متحده ايالاتو د دغې لوړپوړې چارواکې هدف څه دی؟

په وروستيو کې پر افغانستان د طالبانو له بېړني او حيرانوونکي واک ته رسېدو سره د پاکستان په اړه نیوکې زیاتې شوي.

د متحده ايالاتو د سنا مجلس د څه باندې شلو غرو په ګډون يوه برخه نړيوال څارونکي د طالبانو په واک ته رسېدو او د سولې توافقنامې خلاف اقداماتو کې پاکستان په اساسي نقش تورنوي.

د امريکا په سنا کې خو له دې کبله، پر طالبانو او پاکستان دواړو د بندیزونو لګولو يوه طرحه هم د کار لاندې ده.

پاکستان له متحده ايالاتو غوښتي، څو په دې اړه پر خپل قضاوت بيا کتنه وکړي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو په واک ته رسولو کې له خپلې همکارۍ په انکار سره ټينګار کړی، چې ياده ډله يې د امريکا په غوښتنه د سولې خبرو ته چمتو کړې وه.

1 COMMENT

  1. ایا ستاسو مطلب د ترهګرو سره د یو ډول چلند نه دادی چی ټول ترهګر دی یو شان تربیه اوًاکمال کړی او بیا دی په خپلو وظایفو وګماری؟
    نو پاکستان خو د ټولو ترهګرو سره یو ډول چلن کړی او ټول ورته د یو لاس ګوتو په شان ښکاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب