جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهسرچينې: جلال اباد کې ژورناليست معروف سادات وژل شوی

سرچينې: جلال اباد کې ژورناليست معروف سادات وژل شوی

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) له جلال اباد څخه راپورونه وايي، چې نن مازيګر ناپېژاندو وسله والو د سید معروف سادات په نوم يو ژورناليست په ډزو وژلی دی.

د نوموړي د وژل کيدو خبر د افغان خبریالانو په ځينو ګروپونو کې خپور شوی، خو د ننګرهار ځايي چارواکو او نورو سرچينو يې په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې نن ماښام ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد کې ۴ طالبان او يو ماشوم په ډزو ووژل.

اوس تازه خبرونو کې ويل شوي، چې په دې ډزو کې، چې د ښار د دريېمې ناحيې د پینځم واټر پمپ په سيمه کې ترسره شوي، د سید معروف سادات او ۳ تنو نورو د وژل کيدو ترڅنګ د سادات يو زوی ټپي شوی دی.

د جلال اباد يوه خبريال تاند وېبپاڼې ته وويل، چې سيد معروف سادات مخکې د صبح بخير او ماښام په خير راډيو د خبریالۍ تر څنګ د اباسين په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو د نشراتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې وه.

سربيره پردې نوموړی د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست ویاند او د سياسي چارو شنونکی و.

سادات په وروستيو کې له سیمه ییزو رسنیو سره په ګردي مېزونو کې هم ګډون کاوه.

د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو په وروستيو کې د جلال اباد ښار د ورته پېښو پړه پر داعش ډلې او همدا شان طالبانو اچول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب