Homeخبرونهمجروح: طالبانو سره د کار په يوه ورځ یو کتاب لیکل کېږي

مجروح: طالبانو سره د کار په يوه ورځ یو کتاب لیکل کېږي

تاند:( شنبه، د ميزان لسمه) د افغانستان د نسکور شوي جمهوري نظام د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې ۳۷ ورځې له دوی سره هم د روغتيا وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې، د خپلې دغې دندې په اړه په يوه مرکه کې خبرې وکړې.

مجروح له طالبانو سره د خپل کار موده له تجربو ډکه وبلله.

د ده په خبره له طالبانو سره د هرې ورځې د کار په اړه يو کتاب ليکل کیدای شي.

وحيد مجروح په ښکاره ونه ويل، چې له طالبانو څخه خاطرې يې خوږې که ترخې دي.

د هغه له نورو خبرو ښکاريدل، چې طالبانو نه ناراضه دی.

مجروح د مرکې په پای کې يې په دې اړه وپوښتل شو، چې طالبانو ته د افغانستان د روغتيايي نظام په اړه څه وړانديزونه لري؟

د مجروح ځواب دا و، چې طالب حاکمان بايد د افغانستان د مخکيني نظام ټول ظرفيتونه فاسد ونه ګڼي، ورباندې بد ګومانه نه وي او ورڅخه د اړوندو تخصصي برخو د حفاظت او بقا لپاره په سمه توګه ګټه واخلي.

د روغتيا د مخکيني سرپرست وزیر په وینا، چې د طالبانو په واکمنۍ کې دی ظاهرا د روغتيا وزارت سرپرست و، خو د روغتيايي نظام ډېرې واګې د طالبانو د روغتيايي کميسيون په واک کې وې او دی دغه کميسيون ته ځواب ورکوونکی و‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...