Homeخبرونهکابل کې په زور او تشدد د ښځینه اعتراض ممانعت وشو

کابل کې په زور او تشدد د ښځینه اعتراض ممانعت وشو

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) طالبانو کابل کې د لسګونو هغو ښځينه معترضینو د را ټولیدو ممانعت کړی، چې غوښتل يې د طالبانو لخوا د دوی د تلف شویو تعليمي او کاري حقونو د بیرته ورکولو لپاره عدالت غوښتنه وکړي.

دا ښځې د کابل ښار په یوه سړک کې را ټولې شوې وې، چې د یوې خپرې شوې ویډیو له مخې طالب وسله وال يې په زور او تشدد مخنیوی کوي.

د دغه تشدد پر وخت د هوايي ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

خپره شوې ویډیو ښیي، چې یوه معترضه ښځه د طالب وسله وال د ګوزاونو پر وخت زارۍ کوي، څو نور ګوزارونه پرې ونه کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر افغانستان د دې ډلې د واکمنیدو شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي، خو دوی لا ښځو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو او دغه راز د کار اجازه نه ده ورکړې.

له دې او مطلق طالبي رژيم د جوړولو له وجې، نړیوالې او حتا د طالبانو تر ټولو اصلي ملاتړي هېواد پاکستان هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...