جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد داعش ډلې پراختيا؛ زابل کې يې ۱۷ طالبان وژلي

د داعش ډلې پراختيا؛ زابل کې يې ۱۷ طالبان وژلي

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) د افغانستان له ختيځ څخه سویلي ولایت زابل ته د داعش ډلې د فعالیتونو د غځیدو تازه راپور ورکړل شوی.

کابل نیوز ټلویزیون ویلي، چې نن د سویلي ولایت زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ۱۷ جنګيالي د يادې ډلې په یوه کمین کې وژل شوي ‌

سرچينې د پېښې نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې په نښته کې ۳ داعش وسله وال هم وژل شوي دي.

طالبانو د دې نښتې خبر رد کړی، خو کابل نیوز وايي، چې سرچینو يې دغه خبر تاييد کړی دی.

څو ورځې مخکې يوه افغان خبريال ميرويس افغان چې طالب سرچینو سره نيږدې اړيکې لري، د طالبانو د خپلمنځیو ناندريو په اړه یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل، چې په زابل کې د طالبانو تر منځ بدګومانۍ زیاتې شوي.

د هغه په وينا، په وروستيو کې طالبانو د خپلو لیکو نيږدې ۴۰ جنګیالي په دې ولايت کې له داعش ډلې سره د یو ځای کیدو په تور بنديان کړي وو.

داعش ډلې هم رسنيو ته د زابل د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

داعش ډلې مخکې هم طالبانو سره مرګونې او درنې نښتې کړې وې، خو د دوی له واکمنیدو سره یې د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د طالبانو خلاف خپلو وسله والو فعالیتونو ته زور ورکړی.

طالبان بيا ټينګار کوي، چې دا ډله کوم جدي ګواښ نه دی او دوی یې د مهارولو وړتيا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب