پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوالې مالي ادارې: د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې له افغانستان...

نړیوالې مالي ادارې: د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې له افغانستان بانکه ډالر ایستل شوي وو

تاند(پنجشنبه، د میزان ۸) په یوه څېړنه کې، چې نړیوال بانک د افغانستان د نړیوالو مرستندویانو لپاره کړې، ښودل شوې چې د افغانستان له مرکزي بانک (د افغانستان بانک) څخه د کابل تر سقوط او د طالبانو تر واک ته رسېدا مخکې یو نیم ملیارد ډالره ایستل شوي او پر افغانیو بدل شوي وو.

دا راپور د روانې میاشتې په پیل کې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په دوو مخونو کې ترتیب کړی دی.

د نړیوال، مالي متخصصانو په دې پټ راپور کې راغلي چې د افغانستان بانک د پیسو کمښت مخکې تر دې پیل شوی و چې طالبان افغانستان ونیسي.

راپور د افغانستان بانک پر چارواکو د بانک د بحران د مخنیوي لپاره د هغوی پر اقداماتو انتقاد کړی او په ځانګړي ډول یې په دې نیوکه کړې چې بې ضرورته یې ډېر ډالر په بازار کې لیلام کړي او پیسې یې له پلازمېنې د ولایتونو څانګو ته انتقال کړي دي.

دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې افغانستان اوس د نغدو پیسو د کموالي له سخت بحران سره مخامخ دی او د خوړو او سونګ موادو بیې په لوړېدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...