جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو خپل مخکينی مدافع الله ګل مجاهد نیولی

طالبانو خپل مخکينی مدافع الله ګل مجاهد نیولی

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه څرګندوي، چې طالبانو په کابل کې د الله ګل مجاهد په نوم خپل يو مشهور مدافع بندي کړی دی.

په دې اړه طالب چارواکو او رسنيو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د هغه د نیولو په اړه د غیر رسمي سرچينو څرګندونې بېلا بېلې دي.

ځينې سرچينې وايي، چې مجاهد په یوه حقوقي قضيه کې پر خپل مقابل لوري ډزې کړي او له دې کبله نیول شوی، خو ځينې نورې سرچينې وايي، چې طالبان تېره شپه د دکابل په ده سبز ولسوالۍ کې د مجاهد کور ته ورغلي او له مقابلو ډزو وروسته یې نن سهار نیولی.

ویل کیږي، چې نوموړی له څو ساعته بند وروسته خوشې شوی دی.

د مجاهد یوه نيږدې خپلوان د هغه نیول کیدل یو ناسم پوهاوی ګڼلې او بیرته خوشې کیدل یې تایید کړي.

الله ګل مجاهد د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند اړوند پخوانی جهادي قوماندان دی، چې څو پرله پسې دورې يې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازیتوب کاوه.

هغه د ځمکو په غصب، زورواکۍ او نورو نا قانونیو تورن و، خو دا تورونه يې ردول.

په وروستيو کلونو کې الله ګل مجاهد د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني له سرسختو منتقدینو او د طالبانو له ښکاره مدافعینو څخه و.

په ټولنيزو رسنيو کې ډېرو خلکو د هغه د نيول کيدو هرکلی او ټينګار کړی، چې قانون بايد پرې عملي شي.

2 COMMENTS

  1. الله ګل مجاهد د پخواني حکومت د کارګري اتحادیو د رئیس څخه چې یو لوی غل او خاین وو، ډېرې پېسې تر لاسه کړي او په ټولو غلاوو کې ورسره شریک او ملاتړی وو. دی باید ونیول شي او د میلیونونو ډالرو د فساد پوښتنه ترېنه وشي۰

  2. no al lah/no gul / no mujahid
    he is only one corrupt.
    he always by power kill peoples and used power.
    because he was warlord. and he got guns and some security guards,
    must arrest him.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب