جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرادر بيا د کابل هوايي ډګر په رغولو کې د ترکيې مرسته...

برادر بيا د کابل هوايي ډګر په رغولو کې د ترکيې مرسته غوښتې

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) د طالبانو د اسلامي امارت د رئيس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر نن د رئيس الوزرا د بل مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په ملتيا په کابل کې د ترکيې له سفير جیهاد ارګین سره لیدلي.

په دې لیدنه کې ملا برادر له ترکیې غوښتي څو د کابل هوايي ډګر د رغولو تر څنګ خپلې نورې رغنيزې پروژې وغځوي.

د طالب خبري سرچينو په حواله، ترکي سفير په دې برخه کې ملا برادر ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

طالبانو څو ورځې مخکې د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردوغان هغه شرط ته توند غبرګون ښودلی و، چې ويلي يې وو: د کابل هوايي ډګر رغولو ته به په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کيدو په شرط چمتو شوو‌.

د اردوغان له خبرو وروسته، د طالبانو لخوا د کابل هوايي ډګر ټاکل شوي مشر وويل، چې د ترکیې مرستې ته اړتیا نه لري.

کابل نړيوال هوايي ډګر د طالبانو له واکمنیدو او د دوی له وېرې د لسګونه زره افغانانو د تېښتې د تاريخي بې نظمۍ له وجې سخت زيانمن شو.

ويل شوي، چې دغه هوايي ډګر ته د بې نظمۍ په وخت کې تر ۱۰۰ ميليونه ډالرو تاوان رسیدلی.

طالبانو اوس د ځينو هېوادونو په مرسته د دغه هوايي ډګر د بيا فعالولو خبر ورکړی.

5 COMMENTS

  1. هر انسان د خدای مخلوق او ښکلئ دئ حتی که مورزاده معیوب هم وی.
    خو
    په یوویشتمه پېړۍ کی ملا برادر غوندی سیاسی! مشر شمائل او لباس اصلاً د زغم وړ نه دئ.

  2. غلام حضرت په پورت تبصره کی لیکی : په یوویشتمه پېړۍ کی ملا برادر غوندی سیاسی! مشر شمائل او لباس اصلاً د زغم وړ نه دئ.

    غلام حضرت خانه واوره نیندرامودی، عمران خان، عربان، ایرانیان او دعیسویانو پاپ او نور په خپل ملی لباس کی د ملل متحد څخه نیولی د نړی په ټولو هیوادو کی ګرځی. مګر نن چه ملابرادر په خپل ملی لباس کی ګرځی تاسو ته دغه ملی لباس د زغم وړ نه دی.
    پټکی د افغانستان پخوانی ملی لباس دی. د چټلستان ملی لباس د جناح قره قلی ده، د عربانو چلتار او د یهودانو ملی او مذهبی وړوکی خولی ده.
    همداسی پرتوګ، کمیس، واسکټ او څادر د فغانانو په تیره بیا د پښتنو دعزت او غیرت جامه ده.

    غلام حضرت خانه دا خبره درسته ده چه تاسو اروپا کی اوسیږی او په دغه تورتمی او مجازی نړی کی د افغانانو ملی لباس ته پاریدونکی خبری لیکۍ، خو د الله بنده لږه ګذاره کوه…..

    په اخر کی د تاند د محترمی اداری څخه هیله کوم چه هغه کسان چه ځمونږ د ملی ارزښتونو سپکاوی کوی، تبصری یی مه خپروی.
    مننه

  3. دلته د هر چا لپاره د خپل نظر ورکولو اجازه ورکړل شوی. همدغه راز دتاند اداره هم د خپلو اصولو سره سم د بیان د ازادۍ په رڼا کی چی ددوۍ د اصلو سره ټکر ونه لری د نشر اجازه ورکوی.
    لکه څرنګه چی غلام حضرت او ستوری افغان خپل نطرونه ورکړی.
    ولی هغه څوک چی غواړی د خپل جهالت ټاپی د خلکو په خوله ولګوی او ورله يی بندی کړی او له نورو ازادو رسنیو نه هم غواړی چی دا کار وکړی یوازی ثابتوی چی د احمقانو په جنت کی اوسیږی.

  4. بینا، ړوند او یا هم هغه…… مستعار ته وایم چه ملی ارزښتونه، ملی لباسونه او د ملی هویت سپکول نه دبیان ازادی ده او نه د هوښیار افغان کار دی.
    که د ملابرادر سره ستا دښمنی وی نرشه ټوله ورځ او شپه دغه دښمنی پاله. زه پکی غرض نلرم. مګر په لباس یی مه لګیږه ځکه دغه لباس ځمونږ د افغانانو ملی لباس دی. نه ستاسو دسکندناوی ملک یو نیکر…….

    خدای تعالا دیی درته غیبی عقل درکړی او د احمقانو په جنت کی لوږی شی

  5. ستورئ افغان ورور جانه!
    ولی می د تاند سره په جنګ اچوې، ما کله خپل د وطن ملی لباس ته توهین کړی دئ؟
    مسئله د عمومی ملی لباس په څرنګوالی کی نه ده بلکه د طالب چارواکو ته ځکه زما خوټی کلکی دی چی ځانونه مُلایان ګڼی خو لباس ئې د تجارانو غوندی دئ.
    په اسلامی شریعت کی د نر لپاره د طِلا او وریښمو کارول حرام ښودل سوی دي خو د ډیرو طالب چارواکو په لونګیانو کی او حتی کمیسانو او پټو کی وریښم کارول سوی دی چی دا اصلاً د تکبر نښه ده.
    اصلاً زموږ په فرهنګ کی طالب یا مُلا هیڅکله لونګۍ ( هغه هم اشرافی او ګرانه لونګۍ ) نه ده استعمال کړې خو دا لِبرال! مُلایان ئې استعمالوی.
    بله دا چی عمران خان یا مودی یا بل هر سیاسی مشر چی خپل ملی لباس لری نو د هغوی خو افکار او کړنی هم ملی دی او د خپلو ملی ګټو د خوندی ساتلو پخاطر هری مُرده ګوۍ ته لاس ور اچوی خو د طالب د چارواکو هیڅ کړنه ملی بڼه او محتوا نلری بلکه د لاهور او لندن مزدوران دی.
    طالب او مُلا ( البته سُنتی او وولسی او سپېڅلۍ او ساده مُلا او طالب ) زما د سر سترګی دی او د ټولنی د مهمو اقشارو څخه یو قِشر دئ چی درناوی ئې هم لازم دئ امّا دا اوسنی پر منصبونو ناست غاصب مُلایان د سختی کرکی او نفرت وړ دی ځکه ټوله معامله ئې پر درواغو بِناء ده او فقط د وارداتی او استخباراتی دین د اِعمال او پلی کولو په لټه کی دی.
    تېره ورځ می په فیس بوک کی یو طالب چارواکئ ولید کوم چی د شهنواز تڼی سره ناست ؤ او روانو حالاتو په هکله سره ږغېده.
    باور وکړئ د سالم وجدان او سالم ایمان او سالم افغانیت او انسانیت خاوندان باید د حاکم طالب په لیدو د سختو دنننی دردونو احساس وکړی. زه خو خپله بد ډول روحی شکنجه یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب