Homeخبرونهطالبانو د خپلو ترانه ویونکو د ستاينې لړۍ پيل کړه

طالبانو د خپلو ترانه ویونکو د ستاينې لړۍ پيل کړه

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) په داسې حال کې چې افغانستان له بېساري اقتصادي او بشري ناورين سره مخامخ دی او خلک طالب چارواکو څخه د دغه وضعيت بدلون ته جدي پاملرنه غواړي، خو طالب چارواکو د تېر نظام پر ضد د خپلو ترانه ویونکو د ستاينې لړۍ پيل کړې ده.

باختر اژانس، چې د طالبانو تر ولکې لاندې نشرات کوي، په یوه راپور کې ويلي، چې د طالب ترانه ویونکو د ستاينې لړۍ په لوګر ولایت کې د ولايت د رهبرۍ په کچه پيل شوې.

نن د لوګر ولايتي ادارې د مولوي عبدالحکیم سجاد په نوم طالب ترانه ویونکي ته د ستاينې مراسم نیولي و، چې د والي د مرستيال تر څنګ امنيه قومندان او ګڼو ملکي چارواکو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د لوګر د والي مرستيال مولوي محمد تايب حنيف ويلي: هغو کسانوچې د شلوکلونوپه بهير کې د اشغالګرو په وړاندې مبارزه او جهاد کړې ده اوقرباني يې

ورکړې، بايد ټول وستايل شي.

د طالبانو رژيم د منتقدینو لخوا ېې تورن دی، چې د حکومتولۍ او لومړیتوبونه یې نه دي پېژندلي او د وږي او تباه کیدونکي ولس له حاله نه دي خبر.

طالب چارواکي بيا ټينګار کوي، چې خلکو ته يې د امنيت زمینه برابره کړې او نورې چارې به د وخت له تېرېدو سره سم شي.

څه موده مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ننګرهار کې د نعت ویونکو يوه شورا هم جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...