شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeدا هم ولولئد هارون باچا (باور) سندره خپره شوه

د هارون باچا (باور) سندره خپره شوه

تاند: ( یکشنبه، د ميزان څلورمه) د باور په نوم د مشهور پښتون هنرمن هارون باچا نوې سندره نن د هغه پر یوټیوب خپره شوه.

دغه سندره کې د مشهور شاعر او ليکوال عبدالغفور لېوال شعر سندريز شوی، چې افغانانو ته د هېواد په سختو ورځو کې يې د استقامت او يو ځل بيا رڼا کيدو هيله مندي وېشي.

 ښاغلی لېوال چې شاعري او ليکنې يې له یوه سره ژوند ته په هيله مندۍ را څرخي، مخکې يې د ( ژوند ښکلی دی) په نوم يو مشهور شعر بل نوموتي هنرمن فرهاد دریا سندره کړی و.

ښاغلي لېوال د خپل دغه شعر پوره متن پر خپلې فيسبوک پاڼې خپور کړی:

باور

وچې ویالې وساتئ، راځي اخر اوبه ورته

غم څه دی ؟ او ډار څه دی؟ لرمه افغان زړه ورته

څاڅکي څاڅکي ټولې کړئ، له اوښکو لپې ډکې کړئ

ستونی د بلبل مینځئ، که وريې کړل رانجه ورته

زهر زهر ژوند دی او ترخه ترخه مرګونه دي

ټول تا ته په تمه دي، که ته راوړې خواږه ورته

نه مري دا مجنون وطن، ولاړ دی، غشي اوري پرې

وربه کړي لیلا په ځنکندن کې خوږه خوله ورته

داسې سباوون شه، چې سپوږمۍ دې هم کنیزه شي

لمره ! قدم کېږده، چې حلاله شي تیاره ورته

ستا د تورو سترګو په جادو مې سپین باور دی لا

سم به دا حالات شي، که ته وګورې کاږه ورته

په ټولنيزو رسنيو کې د هارون باچا د غږ ډېرو مینه والو د ده د نوې سندرې د خپریدو هرکلی کړی.

دا سندره په دغه لینک کې لیدلای او اوریدلای شئ:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب