شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نارویژي - پښتو قاموس / عطا محمد امین

نارویژي – پښتو قاموس / عطا محمد امین

Stor Norsk-Pashto Ordbok

ناروې کې مې څه کم لس کاله کیږي خو د  دې لسو  کلونو ښه زیری او تر ټولو ښه خبر راته  دوه اوونۍ مخکې د نارویژي پښتو قاموس د چاپ  زیری وو.

له هغه وخته چې راغلی یم دلته د نارویجی ژبې په زده کړو کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ او لا تر اوسه یم، او هغه دا چې د  نارویژي پښتو ډیکشنرۍ نه شتون وو  نو هغه افغانان چې په فارسي او اردو پوهېدل نو له دغو ژبو له ډیکشنریو به یې کار اخیست او ماته دواړه ژبې پردۍ او زه پرې نه پوهېدم.

نو ډیرې سختې مې وګاللی اوس تر ډیره خپله چاره په نارویجي ژبه کولای شم.

دوه اوونۍ مخکې مې راته یو دوست یو لینک راولیږه، د لینک په خلاصولو د نارویجي پښتو قاموس د چاپ او لاس ته راوړلو ادرس وو. په هماغه ورځ مازیګر مې ځان د کتاب د خپرېدو ځای دعوت رسنیز مرکز ته د ناروې د لیلستروم په ښار کې ورساوه.

هلته مې بیا دوه خوښۍ په برخه شوې د لومړي ځل له پاره د کتاب لیکوال مهربانه او د پښتو او پښتنو خادم د هغه  په خپله خبره بزګر صاحب ولید. خبره نه اوږدوم کتاب مې واخسیت یقین به مو نه شي د دې ښکلي، مهم او ارزښتمن کتاب په لیدو مې سترګې د خوښۍ په اوښکو ډکې شوې. کتاب خورا ښکلی، لوی او په لوړ معیار چاپ شوي  د کتاب د یادوونې له مخې ۵۰۰۰ لغاتونه او ۱۰۰۰ مخونه لري.

د کتاب د منځپانګې  د لیدلو له پاره مې ډیره تلوسه درلوده نو له همدې بابته مې ځان په بیړه  خپل کور ته چې له لیلستروم څخه یونیم ساعت واټن لري ورساوه. په دې لوی کتاب مې یو ځغلند نظر وکړ، ښکلی چاپ، ښکلی پوښ او په ښه کاغذ کې چاپ یې بیله ځانګړنه ده. دا چې خورا بشپړ قاموس دی د ځینو لغاتو  او نومونه عکسونه د قاموس په پای کې ځای په ځای شوی چې دا قاموس لا ښکلی کوي.

په پای کې مې خپلو ناروې میشتو هېوادوالو په ځانګړي ډول پښتنو نه غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره کتاب لاس ته راوړي او د نارویژي ژبې د هر ډول ستونزو نه ځان خلاص کړي

زه په داسې حال کې د ښاغلی محمد طارق بزګر صاحب دې ستر خدمت ته غبرګ سور سلام کوم قلم او عمر یې تاند غواړم او دا ضرور یادوم چې د نارویژی پښتو قاموس خدمت به یې تل د ناروي پښتانه په یاد ساتي.

په درنښت

5 COMMENTS

  1. زما له پاره ښه او ګټور معلومات وو، خو کاشکې د لاسته راوړلو پوره پته مو هم لیکلی وای. په رښتیا چې دا د ناروې د پښتنو، پښتو ژبې او نارویژي ژبې ته ډیر ستر کار شوی. د قدرمن بزګر صاحب قلم دې تل تاند وي. اوس مو پښتو د نورو ژبو سیاله شوه
    Stor Norsk-Pashto Ordbok
    ترومسو، ناروی
    انعام الله ساپی

  2. اغیار خو وای چه د دوزخ ژبه ده
    زه به جنت ته د پښتو سره ځم
    ښه زیری او ښه خبر
    الله ج دیی ښاغلی ورور محمد طارق بزګر ته ډیر زیات آجرونه او عزتونه ورکړی چه د خپل ژوند ډیره برخه یی د خپلو پښتنو ورونو او خپل ګران هیواد په ادبی، فرهنګی او علمی خدمت کی تیره کړه او لا یی هم تیروی.
    د نارویژي پښتو قاموس چه ۵۰۰۰۰ زره لغاتونه لری ډیر ستونزمن کار دی.
    کیدایشی قدرمند بزګر صیب کلونه کلونه خپل قیمتی وخت او ژوند ددغه قاموس د لغاتونو په موندلو، راټولولو، څیړلو، تشریح کولو، لیکلو او جوړولو تیر کړی وی. او اوس یی د خپلو ورونو خدمت او پوهی ته وړاندی کړو.
    زه ټولوپښتنو او ښاغلی بزګر صیب ته د نارویژي پښتو قاموس لپاره دزړه له تله مبارکی وایم.
    بزګر صیب په غټه حوصله، علم او پوهه مو برکت شه.
    په درناوی
    مهاجر

  3. نارویژي پښتو قاموس
    دا چې اوس په زرونو نوي افغانانو ناروی او د شمالی اروپا نورو ملکونو ته راغلی نو بې له شکه به دا نارویژي پښتو قاموس Stor Norsk-Pashto Ordbok د ټولو سره د ژبې په زده کړه او کار ته په برابرولو کې ډیره مرسته وکړي. یوازې دغه نوی نه ټول پښتانه چې ډیر کلونه یې په ناروې کې تیر کړی هم وي دا قاموس ورته ضروری دی چې په کور کې یې ولري او د نارویژي ژبې د هغه لغاتونو مانا پکښې پیدا کړي چې پرې نه پوهیږي.
    پښتو او پښتانه به د نارویژي ټولنې تلپاتې برخه شی. زه ښاغلی بزګر صاحب ته د زړه له تله د دې ستر او تاریخي کار او خدمت مبارکي وایم. له خپلو ټولو پښتنو هیله منده یم چې دا قاموس واخلي او د دعوت رسنیز مرکز د لا پیاوړتیا له پاره یو موټی شي، ټول د خپلې ژبې او ولس له پاره کار وکړی. پښتو د سولې ژبه او پښتانه په سولې مین خلک دی، د علم او ادب خلک دی.
    ما دا قاموس د پوستې د لارې تر لاسه کړ، شکر مې وویست چې پښتنه او پښتو مې ژبه ده او د استاذ محمد طارق بزګر صاحب په شان د خپلې ژبې خدمتګاران لرم.
    د تاند پاڼی هم ړۍ مننه چې زه یې د دې ستر قاموس له چاپ او خپرېدو خبره کړم
    ګلالۍ پښتنه

  4. د پشتو ژبې د پداینی او نړیوال کولو یوه هڅه چې په اصل کې دوه بیلې ژبې او بیل قومونه سره نښلوي. پښتو او نارویژي یادوم او افغانستان او ناروې یادوم. ژبه د ځنځیر حیثیت لري چې ولسونه سره نښلو ولس او یوه ټولنه سره نښلوي.
    د نارویژي پښتو قاموس چاپ ټول افغان ولس او په ناروې کې میشتو افغانانو ته وایم.
    ښاغلی بزګر ستایم او ویاړم چې داسې پښتون شته چې د ژوند ډیره برخه یې له هېواده بهر تیره کړه خو د ژوند یې د افغانستان او افغانانو له پاره کړی دی تر هغه چې زه یې پیژنم او ترې خبر یم تر اوسه یې د خپلې ژبې او افغانستا له پاره خورا ډیر کار کړی او د نورو کارونو تر څنګ یې د نارویژي پښتو قاموس لیکل Stor Norsk-Pashto Ordbok خورا ستر او ډیر ګټور کار دی. قاموس په یوه پردې هېواد کې د هغه هېواد ژبه اسانوي، کار او کسب ته لار پرانیزي. زه له ډیرو خبرو تیریږم یو ځل بیا بزګر صیب ته د زړه له تله مبارکي وایم او مننه ترې کوم چې تل یې ډیر څه د خپلې ژبې او ولس له پاره کړی او موږ پښتانه او نور افغانان به یې خدمتونه هیڅکله هیر نکړو. په دی هیله چې ژر دا قاموس تر لاسه کړم.
    محمد خان ساپی له سویډن څخه

  5. په یوه ټولنه کې ښه او رغوونکی کار تل په ښو یادیږي. د نارویجی پښتو قاموس Stor Norsk-Pashto Ordbok یو له دغو کارونو دی چې د هر افغان له پاره په دې پردۍ ټولنه کې د ژوند د ښه کولو او د پوهې د لوړولو په لور یو مهم ګام دی.
    یو قاموس د ژبې د زده کړې له پاره د کیلۍ او د کورنس استاد کار کوي.
    زه درانه استاد، عالم، پوه او دروند شخصیت بزګر سثب ته غبرګ سلامونه او د زړه له تله ترې مننه کوم. چې تل یې د خپلې ژبې او هیوادوالو له پاره خواري کړې ده.
    په خپلو ټولو افغانانو غږ کوم چء دا لوی قاموس تر لاسه کړي او د نارویژي ژبې او خپلو ټولو مضامینو په زړه کړه او ټولو کارونو کې ترې ګټه پورته کړي.
    د دې کاموس په لرلو به هیڅکله پېښیمانه نه شئ. پښتو دې تل غوړېدلې وي.
    د پښتو او پښتنو د لابریالیتوبونو په دوعا
    حسن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب