شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد هرات پرونيو اعدامونو توند غبرګونونه پارولي

د هرات پرونيو اعدامونو توند غبرګونونه پارولي

تاند:( یکشنبه، د ميزان څلورمه) په هرات کې د انسان تښتونې په تور د طالبانو لخوا د ۴ تنو وژل کيدل او بيا يې په عام محضر کې په دار ځړول له ځینو توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

د بشري حقونو یو شمیر فعالانو او خبریالانو د طالبانو د دې عمل په اړه مختلفې پوښتنې کړي.

د مخکيني ولسمشر يوې سلا کارې فرخنده زهرا نادري ويلي: د انسان تښوونکو خلاف اقدامات او ورڅخه د يوه تښتول شوي ماشوم ژغورل ښه ګام دی، خو په عام محضر کې د تورنو کسانو ځړول د خلکو پر روان بدې اغېزې لري.

فرخنده زیاتوي، چې اسلام د نرمۍ دین دی، خو طالبانو ورڅخه په توند دریځه روایت داسې کارونه روان کړي، چې نه يوازې عدالت نه ورسره حاکمیږي؛ بلکې ستونزې لا زياتوي.

په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر بشري فعالانو د اعدام سزا د ودرولو لپاره کمپاین هم کړی.

په ورته وخت کې د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه د بي بي سي فارسي ټلويزيون په خبري خپرونه کې د يادو اعدامونو له کبله سختو پوښتنو سره مخ شو.

خبريال له مجاهد څخه وپوښتل، چې د دوی امارت د خلکو د معاشونو له نه ورکولو سره ولې د فقر او جنایتونو د اوج ته رسولو سبب شوی، يا ولې يې د بيا- بيا ژمنو وروسته هم ستونزې نه شي حلولی.

ښاغلي مجاهد د دغو پوښتنو په ځواب کې بي بي سي د طالبانو خلاف په تبليغاتو تورنه کړه او ويې ويل، چې دوی د خلکو ستونزو ته د حل لارې چارې مومي او انسان تښتونه له غربته نه بلکې له جنایت سره د عادت له مخې کیږي.

هغه په دې اړه کوم ځواب نه درلود، چې آيا په دومره لږه موده کې دوی د منصفانه قضايي سيستم په جوړولو بریالي شوي، چې ورسره د اعدام داسې سزاوې عملي کړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب