شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروسیه: د طالبانو په اړه مو امريکا، چین او پاکستان سره دريځ...

روسیه: د طالبانو په اړه مو امريکا، چین او پاکستان سره دريځ یو دی

تاند:( يکشنبه، د ميزان څلورمه) سره له دې چې طالبان د سيمه ييزو هېوادونو لخوا د دوی د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو لپاره خوشبین دي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په دې اړه بل نظر وړاندې کړی.

لاروف په یوه تازه مرکه کې ويلي، چې هېواد يې له امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان سره د طالبانو په اړه ګډ دريځ لري.

د هغه په وينا، دوی ټول د طالبانو حکومت ټول شموله نه ګڼي او باور لري، چې د افغانستان د تنوع استازيتوب نه شي کولای.

روسي وزير دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د يو شمېر هېوادونو له خوا زر د دوی د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو خبر ورکړی.

له دې سره ټاکل شوې، چې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام استازی غلام محمد اسحاقزی به سبا د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان په کلنۍ غونډه کې د افغانستان په استازيتوب وينا وکړي.

د طالبانو د واکمنۍ نيږدې يوه نېمه مياشت پوره کيږي، خو تر اوسه د دوی د تر ټولو نيږدې ملګري پاکستان په ګډون هيڅ هيواد په رسميت نه دي پېژندلي.

دغه وضعيت، په نړيوالو تورو ليستونو کې د طالبانو د مشرانو د نومونو موجودیت او له دې امله د نړيوالو مرستو ودریدل په افغانستان کې د ژور بشري ناورين سبب شوي.

د افغانستان د فقر کچه ۹۷ سلنه اټکل شوې او د ژمي له رارسيدو سره يې د لا زياتوالي او ژورو بشري فاجعو د رامنځته کيدو ګواښ لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب