شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سرمنشي مرستیاله: طالبان به د نجونو له تعلیمه پرته د رسمیت...

د سرمنشي مرستیاله: طالبان به د نجونو له تعلیمه پرته د رسمیت پېژندلو صفر چانس ونه لري

تاند (یکشنبه، د میزان ۴) د ملګروملتو د سرمنشي مرستیاله وايي، تر څو چې د افغان نجونو تعلیم یقیني شوی نه وي، باید نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې فکر هم ونه کړي.

د سرمنشي مرستیالې امنیې محمد دا خبره د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډو ترڅنګ د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ په اړه په یوه بحث کې وکړه.

په دې بحث کې، چې په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر کې جوړ شوی و او د بي بي سي مشهورې خبریالې لورا تریفیلیان یې د سټېج چارې سمبالولې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ښځو مخکښو ملاتړ کوونکو پکې ګډون کړی وو.

د سرمنشي مرستیالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د ښځو او نجونو له زده کړو سره وتړل شي، وویل «یقیناً چې دا مسله به د طالبانو له مشرانو سره په خبرو کې مطرح کوي.»

دې زیاته کړه، طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژندل شي چې په ځان کې دا وړتیا پیدا کړي چې د نړیوالې تولنې برخه دي او له دې سره ځینې ارزښتونه او حقونه تړلي چې باید غاړه ورته کېښودل شي. تعلیم او په ځانګړي ډول د نجونو د ټولو په سر او مرکز کې دی.

د سرمنشي مرستیالې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان ښځو پر وړتیاوو حساب وکړي او په تېرو دوو لسیزو کې د تعلیم په برخه کې د افغان نجونو او ښځو د بریاوو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د هغوی ملاتړ وکړي.

دې افغان ښځو ته ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه ورسره دي

«تاسو ډاډ لرلی شئ چې موږ به ستاسو د غږ بدرګه کولو ته دوام ورکړو او داسې شرطونه به کښېږدو چې د نجونو تر تعلیم مخکې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو صفر چانس هم نه وي.»

طالبانو یوه اوونۍ پخوا د هلکانو ښوونځي پرانیستل خو د نجونو ښوونځي یې نه دي پرانیستي. دوی وايي چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو مخکې پر یوې لایحې او ګړنلارې کار کوي.

څرګنده نه ده چې طالبان د نجونو د تعلیم لپاره څه ډول لایحه جوړوي او یا ولې یې د هلکانو د زده کړو لپاره لایحه نه جوړوله.

د نجونو د تعلیم په لاره کې د طالبانو له لوري د خنډونو جوړول نه یوازې دا چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو چانس کموي، بلکې په نړۍ کې یې د یوې بدوي او وروسته پاتې دلې په توګه معرفي کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، چې هیواد یې لېواله دی د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، د شنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې طالبان باید متمدنه چلند خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب