شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: ځينې هېوادونه به مو زر په رسميت وپېژني

طالبان: ځينې هېوادونه به مو زر په رسميت وپېژني

تاند:( یکشنبه، د‌ ميزان څلورمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هيله مندي ښودلې، چې ځينې هېوادونه به د دوی امارت زړ په رسميت وپېژني.

نوموړي د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخيستي، خو ويلي چې ځينو سره په دې اړه خبرې روانې دي.

طالبان پر خپل اصلي ملاتړي او مدافع پاکستان سربېره له چین، روسیې، قطر، ترکيې او نورو هېوادونو سره په وروستيو کې ډېرې اړیکې پالي.

د دغو هېوادونو له ډلې ډېرو یې د طالبانو د‌ حکومت په ټول شموله کولو ټينګار کړی.

له دې سره پاکستان د امریکا د خوشاله ساتلو لپاره فکر نه کیږي، چې زر د طالبانو امارت په رسميت وپېژني.

د طالبانو دا هيله مندي په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سازمان کلنۍ غونډې ته سبا د اشرف غني د جمهوري نظام استازی غلام محمد اسحاقزی وينا وکړي او يو ځل بيا نړۍ په زوره د طالبانو د نیولې واکمنۍ مخالفت ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب