شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د افغانستان د مېوو ګمرکي تعرفه معاف کړه

پاکستان د افغانستان د مېوو ګمرکي تعرفه معاف کړه

تاند (یکشنبه،د میزان ۴) په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان حکومت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، پاکستان د افغانستان د مېوو پر وارداتو مالیه لغوه کړه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صدیق خان پر ټویټر د پاکستان د عوایدو د فدرالي ادارې خبرپاڼه شریکه کړې، او لیکلي یې دي چې له افغانستانه به سر له نن څخه پر وارداتي مېوو هیڅ تعرفه نه اخیستل کېږي.

د محمد صدیق خان په وینا دا به له افغان سوداګرو او کروندګرو سره خورا ډېره مرسته وکړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې خبرې د تایید په ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه شریکه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې «د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هڅو او د هیواد د تازه مېوو د صادراتو د ستونزو د حل په خاطر د خبرو او مفاهمې په اثر د پاکستان اسلامي جمهوریت د افغانستان پر تازه مېوو په سلو کې ۱۷ مالیه، چې له څه مودې پخوا څخه یې لګولې وه، د جمعې له ورځې (د سپټمبر ۲۴) لغوه کړه.»

پاکستان په تېرو کلونو کې په ځلونو په داسې موقع کې چې د افغانستان د مېوو د صادراتو وخت و، خپلې پولې بندې کړي چې له کبله یې د افغان باغدارانو او صادروونکو مېوې خوسا شوي دي.

پاکستان تل له وارداتو او صادراتو څخه پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دی. همدا دلیل و چې د افغانستان تېر حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني له نورو هیوادونو سره تجارتي لارې پرانیستې او پر پاکستان یې د افغانستان اتکا تر ډېره کمه کړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب