شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکالمونهسنګرلرغونی افغانستان، له مغل واکۍ د مخه

لرغونی افغانستان، له مغل واکۍ د مخه

«کرتان »
۲۵مه برخه
استاد شهسوارسنګروال
اسلامي دايرة المعارف کې د «لانکورت ديمز» له خولې کښل شوي دي چې د مغلي يرغلګرو لخوا د غرجستان نامتو امير محمد په ۶۲۰ هـ کال (۱۲۲۳ ز کال) ووژل شو.
دا چې دا خبره به څومره رښتيا وي ويبه، خو ويل کېږي چې نوموړي دوه اولادونه لرل، چې د يوه نوم يې «بني اعمام عزالدين عمر او بل يې تاج الدين عثمان مرغيني، يو د سلطان وزير او بيا د هرات حکمران او بل يې د خيسار د کلا کوټوال وه.»([1])
هغه مهال چې غوري سلطان غياث الدين محمد سام واک ته ورسېد، خپل دغه دوه تربوران ورته ډېر د باور وړ ول او له نوموړي وروسته زوی يې غياث الدين محمود هم د تاج الدين عثمان مرغيني زوی رکن الدين د غور د يو شمېر سيمو حکمران وټاکه او هم يې خپله لور ورته په نکاح کړه.
نامتو تاريخپوه منهاج السراج د ده معاصر وه او يو نامتو درباري.
کله چې د غوريانو واک پایته ورسېد رکن الدين له مغلي چارواکو سره د ښه چلند له مخې د غور واکمن شو.
ولې کله به چې دی د مغلي درباريانو ليدلو ته، ته نو شمس الدين کرت چې د ده د لور لخوا لمسی کېده هم له ځان سره اوړ.
هغهمهال چې رکن الدين ومړ په ځای يې د ده لمسی شمس الدين محمد واک ته ورسېد. شمس الدين کرت د ابوبکر زوی وه چې خلکو به «کرت» باله، نو ځکه د کرتان د کورنۍ د واک بنسټګر شمس الدين کرت دی.
هغه وخت کې چې د مغلو ځواکونو په ۱۲۴۶ ز کال د کندهار له لارې په سيند، ملتان او لاهور بريد وکړ پخپله شمس الدين کرت ور سره مل وه او بيا يې د يادو سيمو له سيمه ييزو واکمنو سره خبرې اترې وکړې. دا يې پرې ومنله چې مغلي چارواکو ته به ماليه ورکوي.
په دغو سيمه ييزو واکمنو کې غوري، لودي او يو شمېر نور افغاني مشران هم راتلل،
چې د دغو بريدونو له امله د هندوستان له شمال نه د هند نورو سيمو ته په شا شول. مغلي چارواکو د ده دغه خدمت له کبله، ده ته د لاهور حکومت ورکړ. خو يو شمېر درباريانو شمس الدين کرت په دې تورن کړ، چې ګني ده د هند له مسلمانانو سره مرسته او خواخوږي کړې ده.
مخکې له دې چې دی محاکمه شي «چغتای خان» ومړ او بيا شمس الدين د خپلې اوښياری له مخې د هغه له زوی سره خپلې اړيکې ټينګې کړې او هغه د مغلو له شهينشاه «منګوقاان» ته معرفي کړ.
نوموړي د افغانستان حکمران امير ارغون ته امر وکړ چې له ملک شمس الدين کرت سره هر اړخيزه مرسته وکړي چې له هرات، غور، فرا، سيستان، مرغاب، فارياب او له امو سيند نه را واخله تر اباسيند پورې دغه پراخه سيمه په ښه توګه اداره کړي.
ملک شمس الدين د افغانستان ډېرې سيمې تر واک لاندې راوستې او د غرجستان سيمه ييزه واکمن ملک سيف الدين ته يې هم ماته ورکړه.
په ۱۲۵۲ ز کال، کله چې د ټولواک «منګوقاان» ورور «هلاکو خان» ماوراءالنهر ته را ورسېد ملک شمس الدين يې د درناوي لپاره مخې ته ورغی او سمرقند ته په څېرمه يې له هغه سره وليدل او سپارښتنه يې ورته وکړه چې د ايران «اسمعيلي» حکومت هم د مغلي سردارانو پلازمېنې ته را واړوي. په پای کې همداسې وشول.
اسمعيلي ناصرالدين د هلاکو خان دربار ته راغی او د وفادارۍ لوړه يې وکړه. ملک شمس الدين تر ۱۲۶۸ ز کال پورې له ايراني چارواکو سره ډېرې ښې اړيکې وپاللې، خو کله چې د «بوراق خان» او «ابا قاان» تر مينځ جګړه پېښه شوه ملک شمس الدين بې پرې او نا پېيلی پاتې شو.
په پای کې د «بوراق خان» له ماتې وروسته «ابا قاان» د يوه فرمان په ترڅ کې په ۱۲۷۵ ز کال له شمس الدين کرت نه وغوښتل چې له «خيسار کلا» نه هرات ته راشي.
نوموړی له خپل ورور او زوی سره هرات ته لاړ. «ابا قاان» د ده زوی او ورور يې زندان ته ټېل وهل او په خپله دی يې تبرېز کې وساته او په ۱۲۷۷ ز کال يې په زهرو وواژه.
د ده له مرګ نه يو کال وروسته زوی يې د دويم رکن الدين په نوم چې د شمس الدين «کهين» په نامه هم يادېده د اباقاان لخوا هرات ته واستول شو او د پلار په ځای يې وټاکه.
د کرتانو د واکمنۍ په مهال پښتانه په سيمه ييزو واکمنو وېشل شوي ول او يوشمېر بيا د مغلي چارواکو په چوپړ کې وو.
ملک شمس الدين چې په لومړي سر کې د غورستان، غور او خيسار مېشتو پښتنو په مټ ځواکمن شو وروسته يې بيا د همدغو پښتنو د ځپلو لپاره مټې را بډ وهلې.
د يوه لښکر په ترڅ کې ان تر فراه، سيستان، هلمند، نيمروز، او کندهار پورې پر مخ لاړ، خو ځای ځای له ستونزو سره لاس او ګرېوان شو او په پای کې په دې وپوهېد، چې پښتانه ملکان او خانان په زور نه اېل کېږي. بيا يې د سيمې واکمنو ملکشهينشاه، ملک بهرامشاه او ملک ميران شاه ته جرګه واستوله چې د کرتي واکمن شمس الدين باج ته غاړه کېږدي.
له څو ورځو جرګو او مرکو وروسته د ده پلاوي ته وويل چې: که چېرې شمس الدين د مغلو په لښکرو غره وي او په دې نازېږي چې د هغو په مټ به پر موږ برلاسي شي، خو دا يو خوب دی دا ځکه چې زموږ پلرونو چنګېز ته هم باج ندی ورکړی. ولې دا چې شمس الدين يو مسلمان دی موږ حاضر يو چې ده ته ماليه ورکړو.
ولې سره د هغې هم شمس الدين د بلوچستان په «مستونګ» کې د پښتنو په ملکانو خونړي بريدونه وکړل. ملک شهينشاه، ملک بهرام شاه او ميران شاه يې د څلورو مياشتو په موده کې د «خاسک» په نوم کلا کې کلابند کړل او په پای کې د څلور سوو په شاوخوا کې جنګيالي ووژل او سرونه يې د افغانستان بېلابېلو سيمو ته ولېږل.»([2])
چې په دغو جنګياليو کې يوازې نوي (۹۰) تنه د دوی د کورنۍ غړي ول ولې د ټولو جنګياليو شمېر د پنځو زرو په شاوخوا کې وه.
پدهغه وخت کې د پښتنو سيمه ييزه واکمني له کندهار نه را واخله د غزني او زابل د پېښور تر پولو پورې، د سليمان د غرونو شاوخوا سيمې، د جنوبي او مينځنۍ پښتونخوا برخو پورې غځېدلې وه، خو د افغانستان په يو شمېر نورو سيمو کې هم واک چلېده.
له يادو شوو درې تنو نه (امير شهينشاه، د هغه زوم ملک ميرانشاه او د امير شهينشاه زوی ملک بهرام شاه) پرته نور سيمه ييز واکمن هم ول چې د ځنو نومونه داسې دي:
ملک تاج الدين هرموز د کندهار د شمالي سيمو حکمران، حسام الدين جاول د کندهار د ختيځو خواوو واکمن، جمال الدين بهروز کهيدايي، رانا کنجر، پهلوان جلم ملک المار، سندان افغان، احمد توری، شعب افغان، مهتر کيورا، مهتر سيورا او نور.
په دغو سيمه ييزو واکمنو کې يو شمېر ملک شمس الدين کرت ته ورواوښتل، ولې يو شمېر تر پايه ورسره وجنګېدل، چې موږ په دغه لړ کې ملک المار، ملک شعب افغان او ملک سندان د بېلګې په توګه يادوو.
ملک شمس الدين د شپږو کالو په شاوخوا کې له پښتنو سردارانو او ملکانو سره جګړې وکړې او په پای کې پخپله د مغل واکمن «اباقان» لخوا چې کلونه کلونه د هغه د واک او ځواک د پراختيا لپاره جنګېده ووژل شو.
د ده له مړينې وروسته ورورو، د ده تر واک لاندې سيمې د نا امنۍ لور ته روانې وې، نو ځکه د ده زوی هرات ته واستول شو:
«اباقا نخان فرمان ورکړ چې د شمس الدين کريت زوی دويم رکن الدين د خپل پلار په نوم ياد شي نو ځکه دی د شمس الدين کهين په نامه وبلل شو.»([3])
کومو کرتانو چې له شمس الدين کرت نه وروسته حکومت کړی دی نومونه يې داسې دي:
– شمس الدين کهين (۲ رکن الدين) د ملک شمس الدين کرت زوی. (۱۲۷۸ – ۱۳۰۵ ز کال)
– ملک فخرالدين د شمس الدين کهين زوی.
– لومړی ملک غياث الدين د ملک فخرالدين زوی. (۱۳۰۷ – ۱۳۲۸ ز کال)
نوټ: له غياث الدين نه وروسته د ده زوی د دريم شمس الدين په نوم پاچا شو. له ده نه وروسته ورور يې ملک حافظ پادشاهی ته ورسېد او له ده نه وروسته ورور يې معزالدين حسين پاچا شو.
– له معزالدين نه وروسته زوی يې ملک پير علي د دوم غياث الدين په نوم واک ته ورسېد. (۱۳۶۹ – ۱۳۸۱ ز کال) ملک پير علي د دې کورنۍ وروستی مقتدر واکمن وه چې کله امير تېمور ماوراءالنهر ته ورسېد ملک پير علي يې له ټولې کورنۍ سره سمرقند ته وغوښت او له يوې مخې يې له تيغه تېر کړل.
د ده له مړينې وروسته د کرتيانو يوه نيمه پېړۍ (۱۵۰ شاوخوا کلونه) حکومت هم پاي ته ورسېد.
کرتانو د ايران له ختيځو سيمو را واخله د افغانستان لوېديځ، ختيځ او ان تر مرکزي افغانستان پورې واک چلوه.
دوی د غوريانو په مټ واک ته ورسېدل خو د مغلو لخوا له مينځه لاړل. د دوی په اړه په يوه کيسه کې راغلي دي:
«ملک شمس الدين په ۶۴۹ هـ کال دپښتنود اېل کولو لپاره له هرات نه تر تګين اباده پورې (ښايي د هلمند – کندهار سيمه به وه) ورسېد.
د دې سيمې په يوه برخه کې، د يوه سيمه ييز واکمن زوی چې «اباجي» نومېده، د شمس الدين کرت په خيمه ور برابر شو. د «قونقور دای نويان» زوی په ډېرې بې باکۍ غږ وکړ:
ای تاژيکانو! دا لښکرې د چا دي او ستاسو د واکمن نوم څه دی؟
ملک شمس الدين د ده غږ واورېد او ترې وې پوښتل ته څوک يې؟
ده ورته وويل زه د مغلي «قونقور دای نويان» زوی يم له پلار سره ښکار ته را غلی يم لاره رانه ورکه ده نپوهېږم چېرته لاړ شم؟
ملک شمس الدين دی او د ده ملګري دومره په لرګيو وډبول چې په ژړا پلار ته ورغی او ټوله کيسه يې ورته وکړه. پلار يې چې اوښيار سړی وه نه يوازې کوم غبرګون يې و نه ښود بلکې سوغاتونه يې هم ور ولېږل.»([4])
دلته يوه پوښتنه را ولاړېږي، ملک شمس الدين کرت چې د پښتنو د ځپلو لپاره له هرات نه ووت. آيا په هرات کې پښتنو شتون نه درلود؟
سيفي هروي پخپل تاريخ کې د عبدالجبار فامي د «تاريخ نامې» له مخې کاږلي دي چې د هرات ښار له کندهار نه راغلو کډوالو جوړ کړی دی.
سيفي په ديارلسو مخونو کې دې خبرې ته اشاره کړې ده، چې موږ يې څو ټکو ته ګوته نيسو:
«له ګندهار نه (ګنداريان =کنداريان) د پنځو زرو په شاوخوا کې ګنداريان… لومړی کابل بيا غور ته (د بيلو خبره لرغونې اراکوزيا = کنداريان) لاړل او ان تر کندوزه پورې ورسېدل… ډېره موده په کندوز کې پاتې شول… يو شمېر لاړ د هرات ښار يې ودان کړ او بيا هلته مېشت شول.»([5])
د پوهاند تږي له انده: « د هرات تر ټولو نه پخوانۍ معلوم تاريخ د ياسين الحداد «د هرات تاريخ» دی چې به ۳۴۳ هـ کال ليکل شوی دی نو که فامي او سيفي خپل روايت د حداد له تاريخ نه را اخستی وي هلته بيا د ګندهاريانو د مهاجرت وخت د څلورمې هـ پېړۍ لومړۍ نيمايي برخې ته رسېږي او مهاجرت به تر هغه نه ډېر پخوا شوی وی.»([6])
د افغانستان د لرغوني تاريخ له مخې ډېر ځله غورستان، هرات اوسيستان د تاريخي پېښو په تړاو يو بل ته ډېر نږدې واقع شوي دي. نو د لرغوني تاريخ په رڼا کې د پښتنو اصلي ټاټوبی د يو شمېر لرغونپړهانو په اند غور ښودل شوی دی.
که داسې وي نو پښتانه د يادې شوې نېتې نه ډېر پخوا هرات کې اباد شوی دی.
که چېرې د سيفي (د هرات تاريخنامه) او د عبدالجبار فارمي (تاريخنامې) خبره ومنو چې پښتانه په ۴ څلورمه هجري پېړۍ کې راغلي دي نو بيا هم د هرات د کرتانو له واک نه پښتانه درې پېړۍ د مخه په هرات کې اباد او ودان ول.
[1] – غبار مير غلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۲۳۸ مخ.
[2] – هېروي سيف بن يعقوب هروي (سيفي) تاريخنامه هرات د محمد زبير صديقي ـتصحې کلکته ۱۹۴۳ ز کال ۲۰۰ – ۲۱۸ مخونه.
[3] – مير خواند تاريخ روضة الصفا تهران ۱۹۸۰ کال له ۱۰۱۰ مخ نه تر ۱۰۲۰ مخ پورې په لنديز سره.
[4] – تاريخنامه هرات ۱۹۲ – ۱۹۴ مخونه
[5] – همدغه اثر.
[6] – تږی پوهاند حبيب الله پښتانه ۱۲۸ – ۱۲۹ مخونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب