Homeخبرونهمودي د بایډن مرستیالې سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

مودي د بایډن مرستیالې سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له مرستیالې کامله هریس سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

د هندوستان اینډیا ټوډۍ ورځپاڼې د دې لیدنې یوازې خبر خپور کړی او نور جزیات یې په دې اړه نه دي ورکړي.

ویل شوي، چې دغه لیدنه د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده.

کامله هریس خپله هم اصلاً هندي توکمه ده.

هندوستان څو ورځې مخکې له نړۍ وغوښتل، چې پر طالبانو دې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو خلاف د نه استفادې تضمین واخلي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم څو ورځې مخکې هندوستان ته تلی او له هغه ځایه ویلي و، چې هېواد یې تراوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د شرطونو پوره کیدو ته منتظر دی.

داسې ښکاري، چې د سیمه ییز بلاک( روسیې، چین، پاکستان) پر وړاندې په سیمه او نړۍ کې د امریکا متحده ایالاتو متحدینو بل بلاک جوړولو ته خواري زیاته کړې، څو طالبان تر سختو فشارونو لاندې ونیسي او له دوی څخه لرلې اندیښنې یې حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...