دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهرویټرز: داعش د طالبانو خپل جنګي تکتیکونه د دوی د ننګولو لپاره...

رویټرز: داعش د طالبانو خپل جنګي تکتیکونه د دوی د ننګولو لپاره کاروي

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د طالبانو پر ضد د داعش ډلې د خراسان( افغانستان) څانګې بریدونه او فعالیتونه تحلیل کړي.

سرچینې ویلي: داعش ډله د طالبانو مخکیني اسانه خو ډېره وېره خپرونکي جنګي تکتیکونه د دوی پر ضد کاروي.

د رویټرز په حواله، د مقناطیسي ماینونو بریدونه، چې مخکې طالبانو د افغانستان د ملي ځواکونو او خپلو مخالفینو پر ضد ترسره کول، اوس یې داعش ډله خپله د دوی خلاف ترسره کوي.

رویټرز په جلال اباد ښار کې د تېرې اونۍ پرله پسې چاودنې یادوي، چې داعش د طالبانو پر وسله والو وکړل او تلفات یې ور واړول.

د دغې نړیوالې رسنۍ په قول، د داعش او طالبانو یو توپیر دا دی، چې طالبانو تر ۱۰۰ زرو پورې جنګیالي لرل، خو داعش ډله په ټول افغانستان کې تر ۲ زرو پورې وسله وال جنګیالي لري.

رویټرز دا هم لیکي، چې طالبانو خپله هم سهواً د داعش د پياوړتیا لپاره اقدام وکړ او د کابل له نیولو وروسته یې د څرخي پله زندان په ګڼو مختلفو زندانونو نه د داعش هغه خطرناک بندیان له نورو بندیانو سره خوشې کړل، چې د افغانستان پرځول شوي جمهوري دولت نیولي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اونۍ د داعش ډلې په اړه کیدونکې خبرې تبلیغات وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې دغه ډله په افغانستان کې د پام وړ حضور نه لري او خطر یې نه محسوسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب