یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاردوغان: طالبانو سره د ټول شموله حکومت په شرط همکاري کوو

اردوغان: طالبانو سره د ټول شموله حکومت په شرط همکاري کوو

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ځل خپله په روښانه ټکیو شرط کیښود، چې که طالبان په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړیدو ته غاړه کینږدي، دوی به ورسره همکاري ونه کړي.

اردوغان د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې وویل: تراوسه د طالبانو له عمل څخه داسې ښکاري، چې دوی د داسې حکومت جوړولو ته چمتو نه دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دوی همکاري به له طالبانو سره مشروطه وي او ترهغې به ترسره نه شي، چې دوی ټول شموله حکومت جوړیدو ته تیار نه شي.

طالبانو مشخصاً د ترکیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو په ټوله کې یې د دوی د په رسمیت پېژندلو او همکارۍ لپاره د نړیوالو ایښودل شوي شرطونه د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلي.

د اردوغان دا څرګندونې له هغې لیدنې څو ساعته وروسته وې، چې پرون په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لرله.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې متقي د ترکي سفیر غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب