یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو شرطونه نه منو

مجاهد: د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو شرطونه نه منو

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه رد کړي.

نوموړي ویلي: دا شرطونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او دوی یې نه مني.

نړیوالو د طالبانو د اعلان کړي اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره بېلا بېل شرطونه ایښي.

د ټول ګډونه حکومت جوړول، د ښځو او مذهبي اقلیتونو په ګډون د بشري حقونو د تامین تضمین، له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرو ډلو نه فعالیت او ورسره له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو، د دوی د همکارانو او خطر سره مخامخو کسانو خوندي وتل له اعلان شویو شرطونو څخه تر ټولو مهم هغه دي.

طالبانو دا هم ویلي، چې د نړیوالو اندیښنې د حلیدو وړ دي او په دې اړه دوی ډاډ ورکولو ته چمتو دي.

شنونکي باور لري، چې طالبان به په دا ډول سخت دریځۍ سره خپلې واکمنۍ ته دوام ورنه کړای شي او هم به د افغانستان خلک لا نور بشري ناورین، شدید فقر او بدو ورځو سره مخ کړي.

1 COMMENT

  1. راتلونکې ژمې به خدای مه کړه میلیونو بی وزله افغانانو ته دروند زیان ورسوی چی نتیجه به يي د تالب واکمنۍ ته هم لویه ستونزه را پیښه کړی

    که تالبان د نړیوالی ټولنی شرطونه نه منی نو پکارده چی ملګرو ملتو نو ته اجازه ورکړی چی د خپل نظارت لاندی نادارو اقفانانو سره بشری مرستی وکړی او بی وزلی کورنۍ دلوږی او بد بختۍ څخه خوندی پاتی شی.
    دا به د عدات او انصاف نه ډیر لری کار وی چی نه تاسو توان لرۍ چی پخپله د ولس غم وخورۍ او نه بل چا ته اجازه ورکړۍ چی د نادارو وګړو سره مرستی وکړی او د یو لوی بشری ناورین مخه ونیسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب