یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د څېړنيزو یا تحقیقاتي میتودونو پېژندنه

د څېړنيزو یا تحقیقاتي میتودونو پېژندنه

 غواړم کوښښ وکړم په دغه لنډه لیکنه کې، ګرانو محصلانو ته چې د خپلو لوړو زده کړو په پای کې، د یوی رسالې یا مونګراف لیکلو ته اړ دي، د څېړنو د متودونو یو ټولیز یا کلي تصویر وړاندی کړم.
 همدارنګه نور درانه څېړونکې او د تحقیقاتو مینوال هم، چې پر بیلابیلو علمي تحقیقاتو او څیړنو پوخت دی، د دی لیکنی لوستلو ته رابولم.
په ټول کې تحقیقات او څېړنې دوه اړخه لري:- د معلوماتو را ټولول او د معلوماتو تحلیل او تجزیه.
 د څیړنې متودونه په حقیقت کې د معلوماتو یا دیتا د راټولولو او تحلیلولو ځانکړي یا خاصې لارې چارې او تریقې دي. چې بیا د همدغو لاس ته راغلو معلوماتو په وسیله د څېړنې پوښتنه ځوابولای شو.
 ستاسی د څېړنې د متود پراختیا، ستاسی د تحقیقاتو او څېړنو غوره برخه ده، ځکه چې د معتبرو او باور وړ نتایجو او پایلو لپاره باید ځیرکانه طراحي شي. کله چې غواړۍ خپله متودولوژي وټاکۍ ، نو باید دوه غوره تصمیمونه ونیسۍ:
 څرنګه معلومات راټول کړۍ او څرنګه خپل را ټول کړي معلومات تحلیل او تجزیه کړۍ؟
 لومړی تصمیم نیسۍ چې څرنګه معلومات راټول کړۍ. ستاسی د معلوماتو را ټولولو متود، د معلوماتو له ډول سره تړاو لري کوم چې باید ستاسی د تحقیق پوښتنې ته ځواب ووایې.
 د معلوماتو کمي یا کیفي ډول : ایا غواړۍ معلومات د شمیرو او ارقامو (quantitatively) په ډول راټول کړۍ او یا غواړۍ د څرنګوالی او یاکیفیت (qualitatively) په بڼه د متن (کلماتو، جملو او نورو) څخه کار واخلۍ؟ د څومره والي یا کمي څېړنې ډول چې زیاتره د پدیدو د لوریو او جهتونو سره سروکار لري، په بیلابیلو برخو لکه د اوبو پیژندلو، ځمکپوهنې، چاپیریال ساتنی، جیومورفولوجي، ښاري پلان جوړونې , د کانونو موندنې او نورو کې کارول کیږي.
همدارنګه د څرنګوالي او کیفیت پر ډول د معلوماتو راټولول هم، په بیلابیلو علومو او پوهنو کې لکه ټولنیز علوم، اقتصاد، چاپیریال ساتنی او نورو برخو کې کارول کیږي.
 اصلی یا لومړني معلومات او که ثانوي معلومات: آیا تاسی غواړۍ اصلي یا د لومړي لاس معلومات راټول کړۍ او که غواړۍ له هغو معلوماتو کار واخلۍ چې له تاسو دمخه نورو څېړونکو راټول کړی دي؟
 توصیفي یا تشریحي او که تجربي: آیا تاسی د اندازه کولو او د علایمو د پېژندلو له تشریحي او توصیفي لارو چارو کار اخلۍ او که غواړۍ تجربه ترسره کړۍ؟
 له دی وروسته تاسی بیا تصمیم نیسۍ چې معلومات څرنګه چاڼ، تحلیل او تجزیه کړۍ: د کیفي ډوله معلوماتو لپاره کولای شئ له ځنو تخنیکونو لکه (موضوعي تحلیل او تجزیې) څخه د معلوماتو د تفسیر او مثالونو د پیژندنی لپاره کار واخلۍ.
 د کمی معلوماتو لپاره د شمیرو او ارقامو له ټست او ازمویلو استفاده کیږي، تر څو د متغیرونو ترمنځ اړیکي وڅېړل شي.
د معلوماتو  راټولولو متودونه:
کله چې تاسی تحقیق یا څېړنه کوۍ نو د خپلې څیړنیزی پوښتنی د ځواب لپاره اړ یاست چې معلومات را ټول کړۍ. ستاسی د معلوماتو د راټولولو ډول ستاسی د تحقیق له موضوع او هدف سره تړلی دی.
 د تحقیق یا څېړنې پوښتنه څرنګه ځوابیدلای شي؟ کله چې تاسی د څېړنې یوه پوښتنه مطرح کړه نو بیا څه کول په کار دي؟
بیا تاسی یوه ستراتیژي ټاکۍ چې د هغې په وسیله کولای شۍ د څیړنې د پوښتنې ځوابولو لپاره معلومات راټول کړۍ.
نوموړی ستراتیژي د څیړنې د متود په نوم هم یادیږي. ښه ده چې پوه شۍ چې، د څېړنې سرته رسول په دی معنا دی چې د خپل تحقیق یا څېړنې د موضوع په هکله، سستماتیکی او منظمی مشاهدې او کتنې سرته رسوۍ.
د دې کتنو د سرته رسولو ډول کیدای شي د تیوري او یا عمل پر بنسټ وي.
 د تیوری پر بنسټ مو له څېړنو مقصد له علمي ادبیاتو، طبیعی علومو او نورو څخه استفاده ده. د عمل یا پراکتیک پر بنسټ مو له څیړنو څخه مقصد کتنی، مشاهدې او تجربې سرته رسول دي.
 که وپوښتو چې د تحقیق یا څېړنې کوم متود ډیر مناسب دی؟ نو بیا ویلای شو چې، دا ستاسی دتحقیق له موضوع سره چې وار له مخه پیژندل شویده تړاو لري. که چیری په دی هکله ډیری نظريې او تیوریکانې موجودی وي، نو بیا کولای شۍ چې د څېړنې طرحه او فرضیې مو د تیوري یا نظریې له نتیجې تر لاسه کړۍ. که چيرې يې په هکله زیات کتابتونې معلومات یا متنونه نه وي او یایې د موضوع په هکله د نظرونو اختلاف وي، نو بیا د inductive یا ځینو ځانګړو منل شویو عمومي قواعدو او اصولو پربنسټ (له پدیدو څخه انګیرنه)
 غوره بریښي. بیا نو د بیلګي په توګه د موضوع یا عنوان هغه معنا لټوۍ چې وګړو ورته ورکړی وي.
د زیاترو څیړنو په هکله تیوریګانې او نظریې شته دي، خو کولای شئ نور څه،  د خپلو شخصي مشاهدو او تجربو له مخي ورباندی ورزیات کړۍ. دا کار د زیاترو رسالو، مونوګرافونو او مقالو په هکله شونی دی. کوم تحقیقاتی متودونه شته دي؟
 دمخه مو د څیړنو یا تحقیقاتو پر کیفی او کمي ډولونو خبری وکړي او له توپیرونو سره یې بلد شو. د یادولو ده چې، دا دواړه ډولونه سره مخلوط کیدلای او ګډیدلای هم شي، په دی معنا چې پر یوه څیړنه کې کیدای شي له دواړو ډولونو هم کمي او هم کیفي څخه په ګډه کار واخیستل شي.
اوس دلته په څیړنو کې له زیاتره استفاده کیدونکو او کار اخیستونکو متودونو او تریقو څخه یادونه کوو: هم په کمي او هم په کیفي څیړنو کې کولای شو له بیلابیلو متودونو او لارو چارو کار واخلو:
– عملي څېړنې:
دا ډول څېړنې او تحقیقات د یوه سازمان یا شرکت له غړو سره په گډه د نوموړی سازمان د پراختیا او د معلوماتو د پرمختیا په موخه ترسره کیږي.
 د منابعو یا سرچینو څیړنه/ کتابتوني تحقیقات یا مطالعات: په دا ډول څیړنو کې لیکل شوي معلومات له علمي مجلو، کتابونو، راپورونو، اسنادو، تړونونو، له لیکل شویو خاطرو، یادښتونو او نورو څخه راټولیږي.
اتنوګرافي: په دا ډول تحقیقاتو او څیړنو کې محقق یا څیړونکې غواړي له یوی ډلی یا ګروپ سره یوځای شي، تر څو د نوموړی ډلی او یا په هغو کې د ځنو ځانګړو پدیدو په هکله معلومات ترلاسه کړي. تجربه کول یا ازمویل: په تجربه کولو یا ازمویلو کې تاسی د ساري په توګه د ټست یا کنترول په ګروپ کې د x اغیز پر y اندازه کوۍ، تیر او راتلونکي تغیرات یې سره پرتله کوۍ. تجربې او ازمایښتونه زیاتره په لابراتوارونو کې ترسره کیږي. همدارنګه په یوه واقعي چاپیریال کې هم ساحوي ازمایښت او تجربې ترسره کیږي. تحقیقاتي فارمونه او نور یې بیلګې دي.
 – مورودی یا ځانګړی موضوعي مطالعات یا څیړنې(casestudy):
 په دی متود کې تاسی یوه فعاله پدیده په خپل طبیعي حالت څیړۍ. دبیلګې په توګه تاسی نوموړی پدیده د کتنی یا مشاهدې په وسیله څیړۍ، چې کیدای شي په دی ډول تاسی بیلابیلو هدفونه ته ورسیږۍ، نوموړی پدیده وپیژنۍ او ځنې اسناد په لاس راوړۍ.
 سروې یا نظرسنجي: په دی ډول متود کې ټول لاملونه یا مجموعي عوامل په یوه ډله خلکو کې، په یو ډول اندازه کیږي. زیاتره وخت د یو پوښتنلیک په وسیله، د یوه غټ ګروپ وګړو نظریات راټولیږي او یا د مرکو په وسیله د یوه واړه ګروپ نظرونه ترلاسه کیږي. یعنی د یوی موضوع د پیژندنی او څیړنی په موخه، د یوی ډلی پوښتونکو نظریات را ټولیږي او که د تطبیق وړ و، نو د هماغو نظریاتو پربنسټ یوه عمومي پریکړه ترسره کیږي.

د مونګراف، تیزس یا د تحصیل د پای د رسالې معلوماتي ساحه:

مخکې له دې چې تاسی د زده کړو په پای کې د مونوګراف یا د تحصیل د پای پر رساله څېړنه پیل کړۍ، ښکاره خبره ده چې تاسی به د څېړنې موضوع د خپلو مسلکي معلوماتو، پوهې او یا زده کړې په څانګه کې غوره کوۍ.
همدغه د زده کړې څانګه یا د پوهنو په یوه ځانګړی برخه یا مضمون کې ستاسی پخواني معلومات او پوهه په حقیقت کې ستاسې د معلوماتو او پوهې حوزه یا ساحه جوړوي.

دیوه څېړونکي یا محقق د معلوماتو ساحه چې په اصل کې دهغه هماغه  د زده کړو څانګه یا رشته ده، د نوموړې عېنکې ګڼل کیږي.

همدارنګه نوموړی د همدغو تیرو معلوماتو او علمي محتوا په رڼا کې او له هماغې زاویې د خپلې څېړنې موضوع ته ګوري.

هغه هرو مرو د خپلې معلوماتي او پوهنیزې حوزې یا ساحې په محدوده کې د خپل مونو ګراف یا تحقیقاتي رسالې موضوع ټاکي.

هغه به د خپلې څېړنیزې موضوع ته بیا نوم یا عنوان ټاکي.

همدارنګه د همدې موضوع په هکله به خپله فرضیه یا اساسي پوښتنه هم غوره کوي.
دمخه مو وویل چې د هر څېړونکې معلوماتي ساحه یا د زده کړو څانګه او تخصص د نوموړی عینکې جوړوي. دلته یې په یوه بېلګه یا مثال کې توضیح کوو:

یوه سکه په نظر کې نیسو، یا به داسې وګڼو چې د زده کړو د بیلابیلو څانګو د وروستي کال محصلین غواړي د خپل مونو ګراف لیکنه یا څېړنه پر یوه فلزي سکه( افغانۍ، ډالر یورو یا بله هره یوه) ترسره کړي.
اوس راځو د نوموړې سکې په هکله د څېړنې پوښتنو ته:

څه فکر کوۍ یو کیمیا پوه به د خپلو معلوماتي عینکو په کوم رنګ کې سکې ته ګوري، په بله وینا د هغه لپاره به کومه پوښتنه د نوموړې سکې په هکله مهمه وي چې د خپل تحقیق په ترڅ کې ورته ځواب ومومي؟
ښکاره خبره ده چې یو کیمیا پوه به دا ډول پوښتنه مطرح کړي:

سکه له څه شي او یا له کومو موادو جوړه ده؟ د کیمیا پوه ټول پام د موادو په ترکیب او څرنګوالې ور ټول وي
که پر همدې سکه د اقتصاد یو محصل یا یو اقتصاد پوه غواړي څېړنه وکړي، نو دی به سکې ته په خپلو کومو معلوماتي عینکو کې ګوري، یا به د خپلې تخصصي پوهې له نظره سکه له کومه اړخه څېړي؟ د ته به د سکې په هکله څه شې په زړه پورې وي، چې ویې پلټي او و یې څېړي؟

څرګنده ده چې دې به د سکې له ارزښت سره لیوالتیا لري، چې د نوموړې سکې ارزښت به څومره وي.
نو د سکې په هکله به د اقتصاد پوه د څېړنې پوښتنه داسی وي:

دغه سکه یا مثلأ یوه افغانۍ څومره ارزښت لري؟

په همدې ډول به یو فیلسوف په خپلو عینکو او د خپلې معلوماتي ساحې له زاویې سکې ته ګوري. نوموړی به د خپلې تحصیلي څانګي له نظره به پر سکه څېړنه سرته رسوي.  دی به د سکې په معنا پسی ګرځي او لټوي به یې.
یو طراح یا دیزاینر به ورته له خپله اړخه او د خپلې مسلکي پوهې او عینکو په رنګ کې ګوري. د ته به د سکې ډیزاین او شکل ارزښت لري او په طرحه او شکل به یې فکر کوي.

په دی توګه د پورتني ساده مثال له مخې ویلای شو چې هر څېړونکې د خپلو زده کړو د څانګې او معلوماتي ساحې په رڼا کې د خپل تحقیق موضوع ټاکي او د تحقیقاتي موضوع هغه برخه راسپړي، هغې پوښتنې ته ځواب لټوي چې دد،  د پخوانیو معلوماتو، د زده کړې د څانکې یا مضمون سره اړخ لګوي.
اوس همدوره، نور بیا

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۲۰-۴-۲۰۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب