یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا خارجه وزیر: د افغانستان په اړه مهمو هېوادونو سره ګډ...

د امریکا خارجه وزیر: د افغانستان په اړه مهمو هېوادونو سره ګډ دریځ ته ورسیدو

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو مهمو هېوادونو سره د دغه هېواد په تړاو ګډ دریځ ته د رسیدو خبر ورکړی.

د ډیلي میل د راپور له مخې، هغه د پاکستان، چین، روسیې او نورو مهمو لوریو له استازو سره لیدلي او ویلي، چې طالبان د مشروعیت پيدا کیدو هڅې کوي، څو په بدل کې یې نړیوالې مرستې ترلاسه کړي.

د بلینکن په وینا، دوی او نور هېوادونه همغږي دي، چې طالبان دې له افغانستان څخه د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت مخنیوی، د بشري حقونو تامین او نور نړیوال ارزښتونه تضمین کړي.

د دې ترڅنګ امریکایي وزیر له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو، د دوی د افغان همکارانو او خطر سره مخامخو کسانو په خوندي بهر کیدو ټینګار کړی.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خبرداری ورکړ، چې که نړیوال ورسره په اړیکو کې ترینګلتیا ته دوام ورکړي، دا کار به د هغو کړیو په ګټه وي، چې ټولې نړۍ ته تاوان پېښولای شي.

امریکایي وزیر او نورو لوریو ښکاره نه دي ویلي، چې طالبان به په رسمیت وپېژني.

طالبانو هم د نړیوالو د شرطونو د پوره کولو لپاره په روښانه ټکیو ډاډ نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب