محمدنبي نبي
ایران او تاجکستان که کوم اور په افغانستان کې بلول غواړي، نو پخپله به په کې سوځي.
په واک کې د طالبانو په راتګ سره داسې ښکاري چې ایران او تاجکستان خوښ نه دي. دا چې د دوی د ناخوښۍ سبب څه دی، په ستراتیژیک عمق کې نه لیدل کېږي. ځکه، د اوس مهال شرایط او ستراتیژيک د دې غوښتنه کوي، چې د اریانا هېوادونه یو ځل بیا په جیو اېکونومیک، جیوستراتیژیک، امنیتي او استخباراتي برخو کې سره یوځای شي او د پرمختګ لور ته ګامونه پورته کړي.
د دې سیمې طبیعي زېرمې او د ګرم بازار امکانات د نړۍ زبرځواک هېوادونه هڅوي چې سیمه پخپلو منګولو کې راولي او خپلواکي یې له ګواښ سره مخامخ کړي، خو که دغه هېوادونه په یوه ټلواله او فدراسیون کې سره راټولېږي او خپل امکانات سره شریکوي، نو پخپله په یوه نړیوال ځواک بدلېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه سیمې هېوادونه یو د بل په وړاندې د یوه ستراتيژیک عمل پرځای غبرګونیز یا تکتیکي عمل کوي. یعنې د یووالي او دوستۍ پرځای یو له بل سره ټکر او دښمنۍ ته مخه کوی او د ګټې پرځای یو بل ته زیان اړوي. له دا راز منفي سیالۍ او دښمنۍ نړیوال زبرځواکونه ګټه پورته کوي، سیمې ته رادانګي او په سیمه کې د خپلو حریفانو په وړاندې خپل دریځ او ستراتیژیک پیاوړی کوي.
په تېر کې هم دغه هېوادونه تل د نړیوالو زبرځواکونو د نیابتي جګړې په ډګر بدل او تباه شوي.
که څه هم تر بل هر هېواد افغانستان زیات د دغو جګړو ډګر ګرځېدلی، خو د اریانا نور هېوادونو هم نیم په نیمه د جګړې او ناامنۍ بیه پرې کړې ده.
اوس چې په واک کې د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې امنیت او سوله ټینګ شوي، ایران او تاجکستان هڅه کوي یوشمېر قومي او مذهبي ډلې ناامنۍ او جګړې ته وهڅوي او د طالبانو حکومت او واک ورسره وننګوي. دا په داسې حال کې ده، چې په واقعیت کې دا دواړه هېوادونه تېشه پخپله پښه وهي. ځکه امریکه د دغو دواړو هېوادونو په وړاندې پراختیايي ستراتيژۍ په پام کې لري، که د دغو دواړو هېوادونو له خوا د طالبانو واک وننګول شي، نو طالبان به مجبور کړي چې امریکې ته مخه کړي او د امریکې استخباراتي حضور ته اجازه ورکړي.
امریکه چې دغه فرصت له خدایه غواړي، نو دا ځل حضور به یې د افغانستان پرځای د ایران او تاجکستان پرضد وي.
څلور ګواښونه دي چې د بهر له خوا ایران او تاجکستان ته متوجه دي.
د نشه يي او سوداګریزو توکو قاچاق، مذهبي او قومي اختلافونه، د تاجک قوم پالانو د لوی خراسان جوړولو داعیه او د داعش د خراسان شاخه.
امریکه، په عربو او اروپا کې یوشمېر هېوادونه او پاکستان له دې پروژې سره سخته علاقه لري. مالي ملاتړ به یې امریکه، عرب او اروپایان کوي، پاکستانیان به یې په اجاره اخلي او طالبان به مجبوره وي چې خپله جغرافیه یې په واک کې ورکړي، چین او روسیه به یې له مهارولو عاجزه وي او کومه جګړه چې له دې پروژې راولاړېږي، تر ټولو لوی قربانیان به یې ایران او تاجکستان وي. ځکه ایران به ورسره له څلورو خواوو تر فشار لاندې راشي، د نشه یي توکو قاچاق به زیات، تر ۲۵ ملیونو وګړي به یې په نشه روږدي شي، د سوداګریزو توکو قاچاق به یې د اقتصاد ملا ورماتې کړي، مذهبي جګړه به یې کور وسوځوي او د لوی خراسان جوړونکي به یې هېواد ورتجزیه کړي.
همداراز تاجکستان به د ازبکانو او قرغېزیانو د قومي او د اسلامي اورپکو د ایډیالوژیکي جګړې تر فشار لاندې راشي.
همدا رنګه نوموړی هېواد به د نشه یي توکو د قاچاق پر څلور لاري بدل شي، داعش به یې جغرافیه ور لاندې او د لوی خراسان تاجک پالان به یې په څو ټوټو ووېشي.
اوس انتخاب له ایران او تاجکستان سره دی، چې له افغانستان سره په یو موټي اریانا ټلواله کې راګډېږی او په یو نړیوال قدرت بدلېږي او که لاهم د افغانستان د کمزوري کولو او د ځانونو د تباه کولو کوښښ کوي.