یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د بانکونو سقوط او د اقتصادي کړکيچ رامنځ ته کېدل

د بانکونو سقوط او د اقتصادي کړکيچ رامنځ ته کېدل

زاهد الله محمدي 

په اقتصاد کې د دکتورا سکالر، جنوبي اسیا پوهنتون

دا چې بانکې سیستم د یو اقتصاد لپاره د ملا د تېر حیثیت لري، په يو هېواد کې ټولې اقتصادي راکړي ورکړي (Transactions) د بانکې سیستم پوري تړلي دي، همدارنګه اقتصادي پرمختګ په  پانګه جوړوونه Capital Formation پوري تړلی دی. د پانګه جوړونه بیا د سپما او سرمایه ګزارۍ په اندازي پوري تړاو لري. دا چې اوسني بحراني حالت کې  د سپما کچه تقریبا صفر ده او ټول خلک د خپلو پیسو د ویستلو هڅه کوي نو بانکونه هم د نقدينه ګۍ بحران liquidity crisis سره مخامخ دي چې دغه بیا د مالي بحران سبب ګرځي.

  نقدينه ګۍ بحران څه ته وایي؟

دا هغه حالت دی  چې کله نغدي پیسي یا داسی سرمایه چې په اسانۍ سره نغدو پیسو ته تبديل شي شتون ونلري ، دغه حالت هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې د نغدو پيسو لپاره تقاضا زیاته خو عرضه کمه وي، پداسي حالت کې ټول خلک چې بانک کې یې پیسي ذخیره کړي وي په يوځل د پیسو ویستلو لپاره په بانکونو هجوم وروړي، چې نتیجه کې بانک سقوط کوي او نشي کولای ټولو مشتریانو ته پیسي او نور خدمات وړاندي کړي. دا چې بانکونه د نقدينه ګۍ بحران د خطر سره مخامخ دي نو له دې امله د افغانستان بانک د پیسو په ویستلو محدودیتونه لګولي دي.

 دا چې څنګه د نقدينه ګۍ بحران د بانکونو سقوط  او اقتصادي بحران رامنځ ته کولی شی په لاندي برخه کې روښانه شوي دي. 

د سپما نه شتون :

د خلکو له خوا په بانکونو کې د پیسو ذخيره کول د مختلفو  لاملونو له امله وي مثلا د راتلونکې ژوند لپاره، د مختلفو شیانو د اخستلو لپاره، د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره او داسي نور. عموما دوديز بانکونه پر سود باندي ولاړ دي، دوی د مشتریانو څخه پیسی په کم سود اخلي او په لوړ سود یې نورو ته ورکوي. په بانکونو کې د خلکو له خوا سپما شوي پیسی پانګه وال د بانک څخه په سود اخلي او پانګونه پري کوي، له دې امله بانکونو او نورو مالي بنسټونو ته  مالي منځګړي

 (Financial Intermediaries) ویل کیږي، یعني بانک د پور ورکوونکې او پور اخستوونکې ترمنځ د منځګړي دنده اجرا کوي. نو کله چې بانک کې پیسی شتون ونلري دا په دې معنی چي بانک ګټه نشي ترلاسه کولی ، د کارمندانو د تنخا او نور ضروریاتو لپاره هم نشي کولای پیسی ولري، نو ځکه د سقوط سره مخامخ کیږي،  کله چې داسي بحراني حالت رامنځ ته شي ، مرکزي بانک بیا پدي حالت کې د سوداګريز بانکونو  سره مرسته کوي او پیسی ورکوي  دا د مرکزي بانک مهمه او اساسي مسؤلیت دی چې په بحراني حالت کې سوداګریز بانکونه د سقوط څخه وژغوري . د نورو مهمو دندو ترڅنک د افغانستان بانک مهمه دنده د پولي نظام ثبات دی ، د افغانستان بانک له پولي زېرمو (Reserve Money) څخه د نقدینه ګۍ (Liquidity) د اصلي شاخص په توګه له ۲۰۱۰ کال راپدېخوا کار اخلي. د نقدينه ګۍ د کنترول لپاره د افغانستان بانک د ازاد بازار د عملیاتو  (Open Market Operation) څخه استفاده کوي. 

 خو دا چې د افغانستان بانک یوه خپواکه اداره نده او د حکومت پوري تړل شوي اداره ده نو د سیاسي حالاتو  بدلون پري ژور اغېز لري. د افغانستان بانک به په تیر حکومت کې د نقدینه ګۍ ستونزې د حل لپاره په سوداګریزو بانکونو باندي د پانګه ایزو پاڼو (Capital Notes) د پېر او پلور د لاري حل کوله ، دا چې د ازاد بازار دغه عمل په سود ولاړ دی، نو له دي امله دا معلومه نده چې نوی حکومت به دغه ستونزه په څه ډول حل کړي، یو امکان دادی چې د اسلامي بانکدارۍ د اصولو په اساس دغه  ستونزه حل کړي خو دغه اوږد مهاله کړندلاره ده خو د لنډ مهاله حل مخه له دې امله نيول شوي چې د افغانستان بانک پولي زیرمي د متحده آیالاتو له خوا کنګل شوي دی. نو ځکه ددې ويره شته چې د افغانستان ټول سوداګریز بانکونه د سقوط سره مخامخ شي.

 د سوداګریزو بانکونو د سقوط له امله پانګونه او تجارت  په ټپه ودریږي، په کاروبارونو او راکړو ورکړو باندي هم ژور اغېز کوي. ددې ترڅنګ زیات وخت بانکونه هم په مستقیم ډول پانګونه کوي ، همدارنګه بانکونه خپلمنځي راکړي ورکړي د (Interbank lending Market )  د لارې ترسره کوي ، داسي ویل کیږي چې د بانکونو ترمنځ د خپلمنځي راکړي ورکړي د حجم د کمښت له امله د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کال مالي کړکېچ په رامنځ کیدلو کې مهم فکتور وو. د بانکونو دغه ټولې دندې هغه وخت امکان لري چې کله  سرمایه ولري، خو کله چې بانک د نقدينه ګۍ بحران  سره مخامخ شي بیا مجبوریږي خپلې دروازي وتړي. 

د بانک بله مهمه دنده کريډيت جوړونه  (Credit creation) ده ، بانک د خلکو د سپما شوو پیسو څخه خیالی پور رامنځ ته کوي چې دغه پور د مرکزي بانک له خوا د نغدو پیسو زیرمو (Cash Reserve Ratio)  پوري تړلی دی ، که CRR  ۱۰ ٪ وي نو بانک باید د ۱۰۰۰سپما شوو افغانیو څخه  ۱۰۰ افغانۍ وساتي او کولای شي پاتي ۹۰۰ افغانۍ بل چاته په پور ورکړي . که بل شخص همدغه  ۹۰۰ افغانۍ د بانک څخه ترلاسه کړي او بیایې دویم بانک کې یې ذخيره  کړي نو دویم  بانک باید ۹۰ افغانۍ وساتي او پاتي ۸۱۰ بل چاته په پور ورکړي دغه سلسله د ذخيري ضربوونکې (Deposit multiplier=1/CRR) د مضرب پوري دوام کوي  نو که ۱۰۰۰ افغانۍ بانک کې جمعه شي بانکې سیستم ددغه روپو څخه د ۱۰ ٪ CCR  په وضع کیدلو سره ۱۰۰۰۰ روپو په اندازه پور په دغه ډول رامنځ ته کوي

د بانکې سیستم د لارې د پور رامنځ ته کول = ۱۰۰۰*۱۰=۱۰۰۰۰ دا چې ۱۰۰۰ افغانۍ د لومړني شخص له خوا ذخیره شوي وي نو د بانک له خوا خیالي پور عبارت دی له = ۱۰۰۰۰ـ۱۰۰۰= ۹۰۰۰

دغه ۹۰۰۰ افغانۍ پور چې بانکې سیستم د ۱۰۰۰ افغانيو څخه رامنځ کړي دغه په حقیقت کې وجود نلري ځکه ورته خیالي پور وايي. ټول دودېز سوداګریز بانکې سیستمونو پدغه ډول مخ پر وړاندي ځي . له دې امله کله چې ټول خلک په يو ځل د بانک څخه د خپلي سرمایې د ویستلو لپاره بانک ته ولاړ شي بانک نشي کولی ټولو خلکو ته پیسی ورکړي ځکه بانک دغه پیسی نلري چې په نتيجه کې  سقوط کوي. 

د کريډيت دغه سیستم چې په نقدینه ګۍ  باندي هم مستقیم اغیز لري په لاندي لاملونو پوري تړلی دی 

په یو هېواد کې د پیسو د شتون کچه: دا مسؤلیت د مرکزي بانک دی چې څومره پیسی چاپ کړي او بازار ته یې عرضه کړي ، مرکزي بانک د پیسو د عرضه کولو لپاره د مختلفو لارو کار اخلي، خو دا چې د افغانستان مرکزي بانک پیسی د هېواد څخه دباندي چاپ کوي او د نوي بانکنوټونو د چاپ لپاره نورو بهرني اسعارو  ته ضرورت لري نو دا کار د اوس لپاره ستونزمن ښکاري . 

د خلکو عام ذهنیت او بانکې چارو سره اشنايې: د ځيني هېوادونو وګړي بانکې سیستم سره پوره مهارت لري نو ځکه ټولي پیسی بانک کې جمعه کوي خو د افغانستان په څېر هېواد کې خلک د بانک سره اشنايې نلري او نه ورباندي خاص باور لري نو ځکه په اوس حالتونو کې د سپما کچه صفر ته نزدي ده . همدارنګه پرمختللو هېوادونو کې برقي راکړه ورکړه یا د چک د لارې راکړه ورکړه ترسره کیږي نو ځکه په بانک باندي اغېز کم وي، خو په غریبو هېوادونو لکه افغانستان کې خلک دنغدو پیسو د لاري راکړه ورکړه ترسره کوي نو ځکه په بانک په پولي ذخیرو یې اغیز زیات وي. 

د مرکزي بانک له خوا د CRR د اندازې تعین : څومره چې د CRR  کچه کمه وي زیات پور رامنځ ته کیږي او ددې برعکس. د افغانستان بانک له خوا سوداګریزو بانکونو لپاره د افغانيو درلودونکو مجموعي ذخیرو څخه ۸٪ او د بهرني اسعارو لپاره ۱۰٪ ټاکل شوي وه، یعني سوداګریز بانکونو د خلکو له خوا په بانک کې د ذخیره شوو پیسو څخه باید دغه سلنه پیسي په افغانستان بانک کې د جبري امانت په حیث ذخيره کړي، پدغه ذخیري باندي مرکزي بانک سوداګریز بانکونو ته سود نه ورکاوه بلکه دغه یواځې ددې لپاره د مرکزي بانک سره د ضمانت په شکل موجودي وي ترڅو د اړتیا په صورت کې تري سوداګریز بانکونه استفاده وکړي.

دا چې د دوېزو بانکونو د پور ورکولو دغه کړندلاره په سود باندي ولاړه ده او سود نه يواځې دا چې اسلام کې حرام دی، په اخلاقي او انساني لحاظ هم په ټولنه کې ستونزې رامنځ ته کوي. خو اوس په ټوله نړۍ کې بانکې سیستمونه پدغه ډول پر مخ روان دي. دا به راتلوونکې کې معلوم شي چې د افغانستان بانک څنګه کولای شي چې بانکې سیستم مخ پر وړاندي بوځي. اوس لپاره باید بانک د خپلو پولي زیرمو د ازادولو لپاره اقدام وکړي او همدرانګه پانګه والو او د بانک نورو مشتریانو ته ډاډ ورکړي چې د دوی پیسی نه ورکیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب