یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملاترابي وايي طالبان به بیا په عام محضر کې اعدامونه او دلاس...

ملاترابي وايي طالبان به بیا په عام محضر کې اعدامونه او دلاس پرې کول پیل کړي

تاند(جمعه، د میزان ۳) ملا نورالدین ترابي، چې د طالبانو د تحریک له بنسټګرو څخه دی، وايي بیا به د لاس پرې کولو او اعدامونو په شان سختې جزاوې پیل کړي.

ملانورالدین ترابي، چې د طالبانو په تېر حکومت کې د عدلیې او یوه موده د امربالمعروف وزیر و، له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د طالبانو له لوري په تېره دوره کې پر اعدامونو د نړیوالو او افغانانو اعتراضونه بې ځایه وبلل.

طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې عموماً په غازي لوبغالي کې د زرګونو خلکو په مخکې اعدامونه کول.

ترابي، چې د طالبانو په منځ کې په بې رحمۍ مشهور و، اسوشیتید پریس ته وویل«هر چا په لوبغالي کې زموږ له لوري په سزا ورکولو اعتراض کاوه خو موږ هیڅکله د نورو د قوانینو او سزاوو په اړه څه ونه ویل. نور هم باید زموږ د قوانینو په اړه څه ونه وايي. موږ به د اسلام په لاره ځو او د قرآن پر اساس به قوانین جوړوو.»

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، تراوسه پورې یې څوک اعدام کړي نه دي او نه یې تراوسه د کوم غله لاس پرې کړی دی.

ډېر خلک وايي چې طالبان باید لومړی خلکو ته د ژوند کولو شرایط برابر کړي، بې روزګارو ته کار پیدا کړي او هغوی چې کار لري معاش ورکړي؛ هاله دې اسلامي قوانین تطبیق کړي.

که څه هم په یوه سترګه نابینا او په پښه ګوډ ترابي په عکس کې مشر ښکاري خو اسوشیتید پریس ته یې ویلي چې ۶۰ کلن دی.

دی وايي چې په غلا د تورنو کسانو د لاس پرې کول د امنیت د ټینګښت لپاره ضروري دي.

ترابي وايي چې د طالبانو کابینه اوس په دې غور کوي چې ایا په عام محضر کې سزا تطبیق شي او که له خلکو په پټه.

تراوسه پورې د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی. که څه هم د ښځو د حقونو او ټولشموله حکومت په شان غوښتنې د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو دلایل بلل کېږي خو تر دې هم د طالبانو د تېرې دورې اقداماتو د نړیوالو له لوري د دوی د حکومت په نه رسمیت پېژندلو کې ډېر رول لرلی دی.

3 COMMENTS

  1. جای دې جهانم سه د کافر بچيه په خدای دا پلا دې که لږ قدم غلط کېښود چې د پنجاب له جومات سره دې نوم ور کړم، خېرس او تاسې هيڅ فرق نه لری

  2. لعنت دی پدی منحوسه څیره شه خر انسانه.
    درسته ده چی د غله لاس دی پری شی خو کچیری یو غل د لوژې او مجبوریت نه غلا کوی بیا دی ستاسو احمقانو خلکو لاسونه پری شی. لعنت دی په دا رقم اسلام شه چی تاسی یی وړاندی کوی.

  3. ای لعنتي کاش خو د قرآن په قوانینو پوه یې .
    ستاسو قانون د وطن بربادول دي آمر مو د پنجاب د رزیلانو اخلئ بیشرمو خدای ناترسو!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب