جمعه, فبروري 6, 2026
Homeروغتیااسپرین د ښځو د رحم د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي

اسپرین د ښځو د رحم د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي

تاند- د زړه د ناروغیو د مخنیوي او اسپرین د ارتباط په اړه پخوا ډېرې څېړنې شوي خو په امریکا کې یوه تازه څېړنه وايي چې د اسپرینو خوراک د سینو او رحم د سرطان له مخنیوي سره زیاته مرسته کوي.

د میډیکل نیوز طبي ژورنال د راپور له مخې د امریکا د روعتیا د ملي انستیتیوت (Journal of the National Cancer Institute) د څېړنو پایلې ښيي، هغه ښځې چې هره ورځ په ټیټه پیمانه یا لږ ډوز اسپرین خوري، تر نورو د رحم یا زیلان په سرطان په سلو کې ۲۰ لږ اخته کېږي.

 د څېړونکو په وینا، که د رحم سرطان ژر تشخیص شي، تداوي کېدای شي. خو له دې سره سره په لومړیو پړاوونو کې د دې ناروغۍ تشخیص اساسي ستونزه ده.

د نس په لاندینۍ برخه کې درد او د باد احساس د ښځو د رحم یا زیلان د سرطان نښې دي. خو څرنګه چې د پوښتورګي او هاضمه جهاز په شان د نورو ناروغیو نښې هم دې ته ورته دي، اکثره وخت د زیلان سرطان په موقع او ژر نه پېژندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...