یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحقق د مقاومت جبهې ملاتړ وکړ

محقق د مقاومت جبهې ملاتړ وکړ

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ) د حزب وحدت مردم ګوند مشر حاجي محقق، چې د طالبانو له واکمنیدو سره له هېواده په وتو بریالی شوی، د طالبانو د امارت پر ضد د جوړ شوي دویم مقاومت ملي بهیر ملاتړ وکړ.

محقق په یوه ټلویزوني مرکه کې طالبان د واک انحصاروونکي وبلل او ټینګار یې وکړ، چې په دې ډول به یې جوړ کړی حکومت دوام ونه کړي.

د محقق په خبره، طالبانو په اعلان کړې کابینه او حکومت کې یې د هېواد تر ۷۰ سلنې پورې سیاستوال او خلک له پامه غورځولي.

نوموړي د طالبانو پرضد د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت بهیر غوښتنې او جنګ د هغوی حق وباله او دغه راز یې د هزاره مشر کریم خلیلي هغه خبره هم تایید کړه، چې هزاره ګانو ته په حکومت کې د ونډې نه ورکولو په صورت کې به وسلې ته لاس کړي.

حاجي محقق پخپله دې مرکه کې هغه اوازه رد کړه، چې ګوندې سیاست ته یې شا کړې؛ بلکې په خبره یې په دې اړه یې یوه فیسبوکي پوسټ څخه ناسم تعبیر شوی و.

طالبانو بیا ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت په نوم اعلان شوی حکومت یې ټول شموله دی، خو د قومونو او سیمو استازیتوب یې د تېر حکومت د چارواکو پرځای اصلي مستحقینو ته ورکړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب