یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهارزګان: ۸ تنه د انسان تښتونې او قتل په تور نیول شوي

ارزګان: ۸ تنه د انسان تښتونې او قتل په تور نیول شوي

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ): طالبانو په ارزګان کې د ۸ تنو مجرمینو د نیولو خبر ورکړی.

د دوی د امارت خبري سرچینو ویلي، چې ځواکونو یې دا کسان په دهراوود ولسوالۍ کې د انسان تښتونې او قتل په تور نیولي.

ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو ۵ تنو څه موده مخکې د عصمت الله په نوم یو کس تښتولی او د خوشې کیدو لپاره یې ۱۰ میلیونه افغانۍ غوښتې.

سرچینه زیاتوي: دغو غلو د پیسو نه ترلاسه کولو په صورت کې یاد شوی کس وژلی و.

طالبانو نه دي ویلي، چې دا کسان د دوی کومو ځواکونو نیولي؟

د طالبانو د واکمنۍ د رامنځته کیدو څه باندې یوه میاشت کیږي، خو تراوسه د دوی امنیتي ځواکونه او د هغوی یونیفورم او مسوولیتونه سره نه دي تفکیک شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب