یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود او امرالله صالخ په تاجکستان کې ښکاره شول

احمد مسعود او امرالله صالخ په تاجکستان کې ښکاره شول

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲) په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د وسله والو مخالفانو مشران په تاجکستان کې څرګند شول.

د نشنل انترنسټ خپرونې د راپور له مخې، د افغانستان د پرزول شوي حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د پخواني جهادي قوماندان زوی احمد مسعود څو اوونۍ وروسته له دې چې طالبانو پنجشېر ونیوه، په تاجکستان کې ښکاره شول.

د امریکا د استخباراتي چارواکو په وینا، څو ورځې وروسته له دې چې احمد مسعود تاجکستان ته لاړ، امرالله صالح هم په یوه هیلي کوپتر کې ورپسې ورغی.

راپور وايي، معلومه نه ده چې د دوی بل اقدام به څه وي خو داسې ښکاري چې د امریکا حکومت نه غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي. د امریکا حکومت د دې پر ځای نیت لري چې په کابل کې له طالبانو سره د اړیکو ښه کولو ته باب پرانیستی پرېږدي. او دا په داسې حال کې ده چې هم مسعود او هم صالح له لوېدیځوهیوادونو د پوځي او مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د نشنل انترسټ پر اساس، که مسعود او صالح غواړي چې د طالبانو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي نو منطقي دا ده چې د پوځي مقاومت په ځای سیاسي لاره خپله کړي.

مسعود د امریکا په کانګریس کې ځان ته لابي موندلې او همداراز یې د سناتور لیندسي ګراهام په شمول د کانګریس له یو شمېر غړیو سره خبرې کړي دي.

ګراهام، چې د جمهوریپال ګوند غړی دی، له ولسمشر بایدڼ څخه غوښتي چې صالح او مسعود د افغانستان د حقیقي سمو مشرانو په توکه وپېژني او سناتور والټ والتز (جمهوریپال) خو حتي ویلي چې د طالبانو پر ضد د دوی د مالي او پوځي ملاتړ غوښتونکی دی.

خپرونه وايي چې احمد مسعود د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په یوه کور کې اوسي او د صالح د استوګنې کره ځای څرګند نه دی.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت امرالله صالح د افغانستان سرپرست ولسمشر ګڼي. په وروستیو کې د صالح دوه عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. په عکسونو کې داسې ښکاري چې نوموړی په کوم عربي هیواد کې په یوه بانک کې له بانکوالې سره خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب